نظــر

کابل کې وارخطايي؛ ملي امنيت د تښتيدونکو چارواکو د مخنيوي په هڅه کې

جاهد جلال

د امريکايي ځواکونو له چټک وتلو سره په کابل کې د چارواکو او د کابل د ګوډاګۍ ادارې د وفادارو کړيو په منځ کې سخته وارخطايي ګډه ده، په ډلئيز ډول د کابل د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو تسليمۍ او د پوستو، قرارګاوو او ولسواليو پرلپسې سقوط د دې وارخطايي ګراف نور هم لوړ کړی. اوس دې سختې وارخطايي د اشرف غني د ادارې امنيتي او دفاعي سکتور ته هم مخه کړې.

د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې د مۍ  مياشتې په ديرشمه نيټه د اشرف غني د ملي امنيت د لوی رياست په يوه غونډه کې په دې بحث روان ؤ چې د امريکايانو له وتلو سره څه روان دي، څه به وشي او په راتلونکي کې به د حکومت برخليک څنګه وي؟! ويل کيږي په دې غونډه کې احمدضياء سراج يادونه وکړه چې زموږ د ملي امنيت ځينې هغه چارواکي چې کورونه يې په بهر کې ؤ او د خپرې ويرې او وارخطايي له امله بهر ته په تيښته ؤ، موږ يې په مخ کې مانع شوو او راوموګرځول؛ خو زموږ خارجي دوستانو زموږ په دې کړنه اعتراض وکړ او ويل يې چې بايد اجازه ورکړئ چې هر څوک هر چيرته خپل ژوند خوندي ويني هلته لاړ شي او تاسو يې په مخ کې مه مانع کيږئ.

همدغه راز دا سرچينه زياتوي چې د اشرف غني د ملي امنيت لوړپوړي چارواکي په دې ذهنيت دي چې امريکايان له دوی سره دوکه کوي او له دې ويريږي چې د ډاکټر نجيب د رژيم په څير د دوی رژيم له سقوط سره مخ نشي.

د دې وارخطاييو راپورونه داسې مهال ورکول کيږي چې د اشرف غني د ادارې د عسکرو د تسليمۍ لړۍ په چټکۍ روانه ده او په تيره څه موده کې شپاړس ولسوالۍ، سلګونه پوستې او قرارګاوې هم د طالبانو لاسته لويدلې دي.

څيړونکي اوس مهال د کابل د نظام په چارواکو او پلويانو کې ګډه وارخطايي د ډاکټر نجيب د رژيم د وروستي مهال له وارخطايي سره پرتله کوي او له هغه مهال نه يې هم مورال ښکته ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x