
واشنګټن پوسټ: له اسرائيلو سره تر جګړې وروسته د حماس ولسي محبوبيت زيات شوی
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې له اسرائيلو سره تر جګړې وروسته په فلسطين کې د حماس جهادي غورځنګ ولسي محبوبیت زيات شوی دی.
د واشنګټن پوسټ په رپوټ کې راغلي، چې پر غزه د اسرائيلو د يرغل پر مهال په لويديځه تړانګه کې ولسي لاريونوالو د حماس بیرغونه پورته کړي وو او د اسرائيلو پر ضد يې شعارونه ورکول.
رپوټ زياتوي، چې لويديځه تړانګه کې تر اوسه داسې پېښه نه وه شوې او دا په داسې حال کې، چې د امريکا متحده ايالتونه او الفتح واکمن ګوند هڅه کوي، چې په غزه کې د حماس د کارونو او فعاليتونو مخه ونيسي.
واشنګټن پوسټ وايي، د حماس ولسي محبوبيت په داسې حال کې زيات شوی، چې د فلسطين واکمن «الفتح» ګوند او ولسمشر محمود عباس محبوبیت په کمېدو دی او له اسرائيلو سره د روانې جګړې پر مهال د نه فعاليت له امله پرې بې باوري او نيوکې زياتې شوي دي.
د غزې په لويديځه تړانګه کې «د عربي نړۍ د څېړنو او پرمختګ مرکز» څېړونکي دوکتور نادر سعيد فقهاء واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې د اسرائيلو او حماس په جګړه کې تر ټولو زيات زيان فلسطيني واکمنو او ولسمشر محمود عباس ته رسېدلی دی.
رپوټ زياتوي، چې دا پرمختګ ښايي د امريکايي ولسمشر جو بايډن هغه هڅې له ستونزو سره مخ کړي، چې غواړي له فلسطيني حکومت سره اړيکې جوړې کړي، په داسې حال کې، چې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فلسطينيانو سره هر ډول اړيکې پرې کړې وې.
واشنګټن پوسټ وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په وروستيو وختونو کې د فلسطين پلازمېنې رام الله ته سفر کړی او هلته له ولسمشر محمود عباس سره له ليدو وروسته له فلسطيني چارواکو سره دا هيله پيدا کړه، چې د ولسمشر بايډن اداره په منځني ختيځ کې د قوي او فعالې ډيپلوماسۍ هوډ لري.
رپوټ زياتوي، چې د محمود عباس په مشرۍ الفتح واکمن ګوند هڅه کوي، چې حماس څنډې ته وساتي او په خپله د ټول فلسطين استازولي وکړي، خو ايا الفتح به د دې وړتيا ولري، چې په يوازې ځان د ټول فلسطين استازولي وکړی شي که نه؟
ورځپاڼه زياتوي، چې اسرائيلي مشران او چارواکي د الفتح واکمن ګوند او حماس غورځنګ تر منځ شته اختلافاتو ته خوښ دي؛ ځکه که دا ډول اختلافات نه وي، نو اسرائيل به له سختو ډيپلوماټو ننګونو سره مخ شي او شونې ده، چې بالاخره يو وخت د فلسطين خپلواک دولت رامنځته شي.
ورځپاڼه وايي، عام فلسطينيان د محمود عباس پر حکومت بې باوره دي او لامل يې دا دی، چې الفتح ګوند او حکومت د اسرائيلي يرغل پر مهال له صحنې ورک وو.
رپوټ زياتوي، چې محمود عباس نړيوالو اصولو ته ځان ژمن بولي او نه غواړي، چې د اسرائيلي يرغل پر خلاف وسلهوال مقاومت وکړي، خو حماس بيا د وسلهوالې مبارزې پلوي کوي.
د الفتح ګوند وياند او د ولسمشر محمود عباس سلاکار اسامه القواسمي وايي، فلسطيني ولس غوښتل، چې د اسرائيلو یرغل ته قوي ځواب ووايي.
د قواسمي په وينا د غزې په لويديځه تړانګه کې وضعيت ترينګلی دی او هر وخت کې د پاڅون رامنځته کېدو اندېښنې شته.
د الفتح ګوند رهبري مشر قدوره فارس هم وايي، چې دوی د حماس تاييد نه کوي، خو هر څوک، چې په اسرائيلو کې وېره او ترهه خپروي، هغه د دوی لپاره اتل او قهرمان دی.