افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه: د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا څانګې عمومي رئیس هاکان تکین د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان جمهوریت د ټیم د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي سره لیدلي او د سولې پر روانو مذاکراتو یې بحث ورسره کړی دی.

په دې اړه د جمهوریت د ټیم څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې معصوم ستانکزي د ترکیې هڅې ستایلي او ددغه هیواد رغنده رول ته یې هرکلی ویلی دی.

د خبرپاڼې سره ښاغلي تکین ویلي: «موږ سولې ته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ يو او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوو»

باید وویل شي چې د افغانستان د سولې په اړه د ترکیې کانفرانس او د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د امنیت او تخنیکي چارو سمبالښت د ترکیې هیواد لخوا په غاړه اخیستل هغه موضوعات دي چې په دې وروستیو کې د خبرونو سرټکي ګرځيدلي دي.

د ترکیې کانفرانس چې ټاکل شوی وو چې د مئي میاشتې په اوایلو کې په استانبول کې ترسره شي او ټول افغان جهتونه په لوړه سطحه د آینده نظام پر سر بحثونه سره وکړي، د ځنډ او خنډ سره مخ شو.

بلخوا په دې وروستیو کې داسي راپورونه ورکول شوي چې ترکیه غواړي د کابل هوايي ډګر د امنیت او تخنیکي چارو قرارداد تر لاسه کړي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته هم خپل ځواکونه په افغانستان کې پریږدي، خو تیره ورځ د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې دوی به یوازي هغه وخت دغه قرارداد واخلي، که چیري ایتلافي ځواکونه (امریکا او ناټو) د ترکیې شرطونو ته غاړه کښيږدي او افغانان هم ددوی څخه رسمي غوښتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x