دیني، سیرت او تاریخنظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۲۸) – د څمکنيو يتيم خانې ناکامه لوبه

شهرت ننګیال

دا بیخودي ده که هوس دی که د عشق انتها
گوره ته خپل قاتل ته هم وایې جانان زړگیه
(سايل)

د څمکنيو يتيم خانې ناکامه لوبه
د ۱۳۷۱ د ثور پر آمه استاد سیاف سهار وختي د خپلو بېگانیو خوبونو په تعبير پسې راوتلي و، په هغو خوبونو پسې چې د ملت د تباهی او بربادۍ تصوير يې په تعبیرونو کې پروت و. استاد سیاف په څمکنيو کې هغه يتيم خانې ته ځان ورساوه، چې نن يې په کې د افغان مظلوم ملت د برخلیک ټاکلو يو خطرناک پیل او انجام سره غوته کاوه، په دغه ورځ د افغان مجاهد ملت سرنوشت د څمکنيو په يتيم خانه کې تاكل كبده…؟
افغان ملت په رښتيا هم يتيم و، داسې يتيم چې تر ننه د يتيمۍ څپېړې پرمخ خوري، ځکه خو باید د دغه يتيم ملت سرنوشت هم په یتیم خانه کې لکه د ظالمو او وږ سترگیو تربورانو په مینځ کې د يوه بې اسرې يتيم د مال د تقسيم په څېر په بيړه او د حرص له عینکو وېشل شوې وای.

استاد سیاف په خپل ځانگړي مهارت يوه ليکلې پاڼه هر لیډر ته چې په بېلابېلو کوټو کې کېنول شوي وو، په حق جانب اكټ له دې ډاډ سره وړاندې کوله، چې له تاسې پرته نورو ټولو رهبرانو منلې ده، هر ښاغلي به فکر وکړ، چې نورو رهبرانو منلې، نو له ده به هم د مخالفت او انتقاد جرئت سلب شو، که به يې زړه و كه نه، د قلم په څو واره خوځولو به يې د يوه مجاهد ملت په ټولو قربانیو او عظمتونو چلیپا راکښله.
له دې ناخبره چې په دغه څو واره قلم کشولو د يوه ملت، يوه مجاهد او قهرمان ملت له قربانیو او وينو سره د څومره سترې جفا او ناځوانۍ پاڼه اړول کېږي.

په لږ وخت کې دا هرڅه پای ته ورسېدل او په څو دقيقو کې يې د افغان مجاهد ولس سرنوشت او د سر په قیمت ګټلی حیثیت او عظمت په خپلو کې د وزارتونو صدارت او ریاست پر سر داسې سره تقسیم کړ، چې د پلار میراث او جایداد به هم څوک داسې په اسانه په خپلو کې ونشي وېشلی، په داسې عباراتو چې د يو جريب پټي قواله به هم څوک دا ډول ونه ليکي.

د پېښور د لوزنامې په نامه داسې څه لاسلیک شول، چې هیڅوک په دې پوه نه شول، څنگه په څو ساعتو كې دغسې کار چې څوارلس کاله ناشونی گڼل کېده، ترسره شوه…؟

په دغه پرېکړه کې مجددي د دوو میاشتو لپاره د دولت د ممثل په توگه له (۵۱) کسیزه هیئت سره موظف شوی، چې له رژیم واک تر لاسه کړي، خو د ممثل مفهوم او تعبير نه و څرگند شوی، چې دا ممثل به څه کوي؟

د ممثل له دوو میاشتو تېرېدو وروسته به د ۴ میاشتو لپاره استاد رباني د اسلامي موقت دولت رئيس او د رهبري شورا مشر وي، دی به هلته خپل کار رسماً شروع کوي، چې د قدرت د انتقال دوه میاشتې پوره شوې وي، خو دا تعین به يوه ورځ هم نه اوږدېږي.

که څه هم د مجددي د دوو میاشتو په اړه ليکل شوي، چې دغه هیئت به له دغه مودې وروسته د عبوري دولت تر اړخ د اسلامي موقتې شورا په حيث پاتې او رياست به يې د مجددي پر غاړه وي، د دې شورا موده به هم څلور میاشتې وي، خو دا معلومه نه شوه، چې په دغه دوو میاشتو کې چې ملت په يوه مطلقه خلا کې واقع او کوم قانوني حکومت نه لري، دا دوې میاشتې به دولت او حکومت څوک چلوي او څنگه به يې چلوي، د فيصلې له عبارته خو دا معلوميږي، چې په دې وخت کې به اقتدار له يوې خوا سره هم نه وي او هر څه به راکد پاتې وي، د قیادي او جهادي شورا په نامه داسې څه رامینځته شول، چې بیا یې هم په تعبير، مفهوم، صلاحيت او مسوولیت څوک پوه نه شول.

د استاد رباني څلور میاشتينی حکومت چې په پرېکړه کې د عبوري دورې په نامه ياد شوى، د هغې له پای ته رسېدو د بل عبوري حکومت معنا څه ډول گڼل کېدای شي؟ د عامو انتخاباتو – او حل او عقد په نامه کشالې خو له هماغه وخته د داسې يوې سطحي فيصلې له امله رامینځته شوې ربړې وگرځېدې، چې غميزه يې غځولې ساتله.

د دولت او حکومت ترمینځ توپير او ددې مفهوم او معنا هم ددغې پرېکړې له مخې د خپلو قانوني او حقوقي اړخونو له پلوه له واحد تعبير او تفسیر بې برخې ده، بله دا چې ډاکټر نجیب خو له دې مخکې استعفی ورکړې وه، نو بیا د کابل له واکمنانو د قدرت انتقال څه معنا لري؟

همدارنگه د دوه میاشتينۍ مودې لپاره هیڅ ډول عنوان هم نه شي موندل کېدی، چې دا موده په څه نامه ياده شي؟
په فیصله کې د صدارت او وزارتونو وېش هم دا ډول شوی، چې وزارتونه په تنظيمو وېشل شوي، په دې ډول چې صدارت حزب ته ورکړ شو، د صدارت معاونیت او خارجه وزارت محاذ ملي اسلامي ته او داسې نور…. پرېکړه د استاد سیاف په ابتکار دده په قلم ليکل شوې او منظوره کړی شوه، سبا یې چې د شنبې ورځ وه، د پېښور په گورنر هاوس کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د سعودي عربستان د استخباراتو وزیر امیر تركي دا پرېکړه د خپل تائيد په څرگندولو په زړونو کې توشيح او له استاد سیاف يې ددغه سترې کارنامې له امله مننه وکړه، په دې توگه د جهاد اهدافو او د ملت قربانیو ته د درناوي لپو د افغان مجاهد ولس د هیلو مخونه تک شنه کړل.

په پرېکړه کې باید د جمعیت امتیاز جوت وای، دوه حساس پوستونه، جمهوري ریاست او دفاع وزارت، که نه نو بيا بلې هرې پرېکړې هیڅ ډول اجرائیوي او قانوني ضمانت او حيثيت نه شوی غوره کولی، حتماً باید همداسې شوي وای، ځکه د شمال ائتلاف د مسعود په تکیه د کابل په پوله د اقتدار مخه پرانیستې وه.

جمعیت ټینگار کاوه، چې دفاع وزارت به ځکه له مسعود سره وي، چې دده په مټ د ډاکتر نجیب د پرځولو لپاره يو ستر پوځي قوت راولاړ شوی او د هېواد جمهور رئيس ځکه باید استاد رباني وي، چې دغه ائتلاف د جمعیت په چوکاټ کې دده د سیاسي رهبرۍ او بصيرت له کبله بڼه نیولې او د دغو اوو مشرانو کابل ته په اصطلاح فاتحانه داخلېدو چانس او زمینه یې برابره کړې ده…؟

د مجددي په مشرۍ د ۵۱ کسیزه جهادي شورا په ټاکل کېدو، و پتېيل شوه، چې احمد شاه مسعود به له همدې نېټې دفاع وزیر او استاد رباني جمهور رييس وي.
لنډه دا چې قدرت باید دا ډول تقسیم شوی وي، چې دفاع وزارت د مسعود او جمهوري ریاست د رباني وي، نور دې د پېښور رهبران سره جوړ شي، چې څنگه يې تقسیموي اختيار لري.

حکمتیار چې لوگر کې و، خپل غیر مسلح افراد کابل ته ننويستلي او هلته يې د خلق فركېسیون په همکارۍ ځینې تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راوستلي و.

په پېښور کې جماعت اسلامي او قاضي حسین احمد پوره ترتیبات نیولي وو، چې د ثور د پینځمې نېټې پر ماښام به له کابل راديو د حکمتیار وینا په خپرېدو د کابل فتحې جشن لمانځل کېږي، په دې اړه پېښور کې گڼ پوسټرونه لگېدلي وو، له بلې خوا ټلوالې خپل تازه دم ځواکونه د کابل پر لور مارش کړل، د ثور پر پینځمه کابل کې د حزب اسلامي او نظار شورا ‌ډلې ښکر په ښکر شوې.

د غويي پر ۵ مه له يوې خوا د حزب اسلامي قواوې ښار ته په ننوتو د کورنیو چارو وزارت د ارگ يوه برخه او د ښار ځینې ناحيې او سیمې ونيولې، له بلې خوا د رشید دوستم ځواکونه چې له دې مخکې په هوایي ډگر، رادیو تلویزیون او ځینو نورو سیمو کې ځای پر ځای شوې وې، د هوا له لارې د نورو تازہ دمو ځواکونو په ور استولو نوي سنګرونه ونيول، که څه هم دا ورځ له اخ و ډب پرته تېره شوه، خو… دا چوپتیا له توپان مخکې چوپتیا ته ورته وه.

د اپريل پر ۲۵ مه چې د حزب مجاهدين کابل ته ننوتي وو، حکمتیار د دغې ورځې پر ماښام د مخابرې له لارې مطبوعاتي کنفرانس کې د دغې ورځې مبارکي ورکړه، ده کابل رژیم نسکور شوی وباله، د پېښور شورا په اړه يې وويل : چې نور هغې ته ضرورت نه شته.

د حزب وحدت ډلې هم د ښار دننه گڼ تاسیسات ونيول او له شمال څخه په وار وار د دوستم ملېشې د هوا له لارې کابل ته راوړل شوې.
پر سبا یې ائتلافي ځواکونو د حزب تر کنټرول لاندې تاسيساتو حمله وكړه، په دې توگه له يوې خونړۍ جگړې وروسته د حکمتیار قوتونه په شا شول.

په دې خونړۍ جگړه کې د کابل بالاحصار شاوخوا، د شاشهيد او سید نور محمد شاه مېنې کورونو او ودانیو ته زښت زیان ورسېد، څرنگه چې په دغه استقامت د حکمتیار مجاهدينو موقعیت نیولی و، د جگړې له تلفاتو پرته د حکمتیار د قوتونو له په شا تگ وروسته ملېشې، د دغه سیمې کورونه چور او لوټ کړل او د خلکو نقد او جنس يې په ډېره بېرحمۍ ولوټل، همدارنگه د گذرگاه په استقامت ډېری کورونه له مینځه ولاړل، دلته هم د گلم جم ملېشو د لوټ تالان له امله د هېچا شتمني خوندي پاتې نه شوه، حتى د خلکو پر عزت او ناموس هم د دغو ملېشو له خوا تېری وشو.
مسعود له حکمتيار سره د ناكامو مخابروي اړیکو وروسته د اپریل پر ۲۶ مه د ملېشو په مټ پر چهلستون، برید وکړ، له شینډنډ د حزب په پلوۍ پورته شويو الوتکو، باگرام او د مزار دهدادي بمبار کړل.

د چهلستون تاريخي ماڼۍ غالۍ او نور قیمتي سامان أو وسایل د ملېشو له خوا چور او لوټ شول، له دغه تالان وروسته يې د خپلو جنايتونو د پټولو په خاطر قصر ته اور واچاوه.

لکه مخکې مو چې وویل، د ثور پر پینځمه پېښور کې جماعت اسلامي د حزب له خوا د کابل د فتحې په رابطه د جشن پروگرام درلود، د اعلان له مخې د ثور د پنځمې نېټې پر پینځو بجو به حکمتیار له کابل راډيو خبرې کوي، خو د شمال ائتلاف توپاني شمال دا هرڅه په مخه واخیستل او دا ډول پروگرامونه او پلانونه يې له يوې مخې شنډ کړل.

د دولت د ممثل په توگه د مجددي انتخاب تش په نامه او يو داسې کار و، چې د نړۍ هېڅ هېواد او سیستم کې يې سابقه نه لرله، د دغه ضعيف فورمول پر اساس اداره ځکه قلج او ناکامه وه، چې له يوې خوا د قدرت اصلي مرکز د مسعود، رباني، دوستم، پرچم په لاس کې بیا هم تقسيم شوی پاتې کېده او له بلې خوا د دغه ناقص فورمول په اساس مینځته راغلي ارگان کې هم داسې موثر قوت او جهت نه و، چې حالاتو ته په يوه نېغ سمت د حرکت مخه پرانېزي.

د مجددي خوله د تېر عبوري حکومت په خوند خوږه وه، ده به چې سترگې پټې کړې، هماغه کونجاړه يې په خوب ليده لکه د پېښور عبوري حکومت، دا به يې هم تر دوو کلونو غځيږي او نوم به يې په تاریخ کې د اسلامي افغانستان د لومړني ولسمشر په توگه یاد پاتې شي.

خو دا ځل لکه بخت ورسره بله نخره را اخیستې وه، پر کومه ورځ چې دی له پېښور کابل ته روانېده، حکمتیار گواښ وکر، چې د ده الوتکه به وویشتل شي، د پېښور په هوایي ډگر کې له ده سره تلونکی پلاوی تلولی و، هر يوه په ويښه د وزارت خوبونه لیدل، کرۍ ورځ يې کابل ته د تلو او وزارتونو په خیال پلو کې تېره کړه، خو مجددي د هوا له لارې سفر ته زړه ټینگ نه شو کړی، په دې توگه يې د خپلو ملگرو د کرۍ ورځې د وزارتونو د خیال پلو مزه په خوله کې وچه کړه.

په کابل کې د ډلو ټپلو له ښکر په ښکر کېدا مخکې حکمتیار پر ښار د ورختلو او د گلم جم ملېشو د وتلو گوتڅنډنه او غوښنه کوله، خو د ټکر د مخنیوي په موخه د قاضي حسین احمد په هڅو د مسعود او حکمتیار ترمنځ مخابروي اړیکه د اپریل پر ۲۴مه ټینگه شوه، د خبرو پيل دوستانه و، چې ستوغې به شوې قاضي حسین احمد به په مینځ کې ورولوېد، مسعود غوښتل حکمتیار پېښور ته ولاړ شي، د عبوري حکومت جوړښت او شورا په تشکیل کې له مشرانو سره برخه واخلي.

مسعود وويل: پر کابل د بريد اړتيا نه شته، د برید گواښ دې واخله، که نه همدا اوس اقدام کوم.
حکمتيار وويل: کابل باید له ملېشو وژغورل شي، دده په وینا دی به له ملېشو د کابل دفاع وکړي، د لوټ تالان مخه به ونیسي، مسعود هم د کابل د دفاع خبره وکړه، چې خپل چمتو والی نیسي.
حکمتیار پوښتنه وکړه، د څه چمتو والی…؟
مسعود وويل: دفاع مرد و زن کابل …
مسعود دا هم وویل، له ملېشو او جنرالانو سره يې ملگرتيا، له خپلو مشرانو زده کړې، دده اشاره جنرال تڼي ته وه…

راتلونکی عنوان:
د ارګ په لور د مرګ پر لار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x