افغانستانسولې اړوند خبرونه

هند په لومړي ځل له طالبانو سره د خبرو کولو لپاره هڅې پیل کړې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): هند له اوږدې مودې وروسته خپله پالیسي بدله کړې او د افغانستان پر اړوندو موضوعاتو باندې د بحث په موخه یې له هغوی سره د مذاکراتو چینلونه خلاص کړي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو د معلوماتو په اساس لیکلي، چې هند په ځانګړي ډول د یاد هیواد امنیتي چارواکو له طالبانو سره د خبرو نه کولو اوږده مخینه لرونکې پالیسي بدله کړې او  په دې وروستیو کې  یې هڅه کړې له طالب مشرانو سره د افغانستان په موضوع وغږېږي.

د سرچینې په حواله، د هندي چارواکو او طالبانو تر منځ تازه څه ناڅه پیغامونه هم تبادله شوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې د دواړو لورو تر منځ ناسته شوې که نه.

له موضوع اګاه یو بل چارواکي رسنیو ته ویلي، چې هند تر دې وړاندې له طالبانو سره د خبرو نه کولو پالیسي مخته وړله او په افغانستان کې یې په شمالې ټلوالې پانګوله کوله؛ خو دده له قوله، اوس وخت بدل دی او اړتیا شته چې  هند له طالبانو سره په خبرو کې ښکېل شي.

دده په خبره، هند به بیا هم د طالبانو له حقاني شبکې او د «کويټې شورا» له غړو سره اړیکې ونه ساتي.

یاده دې وي، چې په تېرو څو لسیزو کې  دا لومړی ځل دی چې هند له طالبانو سره مخامخ خبرو ته اړ کېږي.

هند په سیمه کې د کابل حکومت یو تر ټولو نږدې ملګری بلل کېږي، چې وخت په وخت له حکومت سره د طالبانو خلاف نظامي مرستې کوي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د هندي چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د هند په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره نېکې اړیکي غواړي او چا ته اجازه نه ورکوي، د افغانستان خاوره د هغوی خلاف وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ایثار همدرد

طالبان باید هر چا ته لبیک ووایي په شرط د دې چې مخلصانه وي کوم چل فریب نه وي، او بله خبره طالب ټول یو طالب دۍ، افغانستان طالب دۍ او طالب افغانستان دۍ، که چیری څوک د قطر دفتر سره خبري کوی او له حقانی شبکې سره یا نظامی مشرانو اختلاف کوي د هغوی ده خبرو وړاندیز باید هم هلته لغوه کړي

محمد نعیم

د طالبانو رهبري خو جوړه د کویټې د شورا او حقاني شبکې څخه ده چي دوئ اړیکي نه ورسره وپالي نو د چا سره به یې پالي. اوبل د طالبانو رهبري به په خپل منځ کي د بې اتفاقي حدونه نه وي ټاکلي (تر اوسه پوري). هندواڼ هم محض ایله حوالداران دي داسي د ماشومانو خبري کوي چي خره پر خاندي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x