نظــر

کابل؛ او په افغانستان کې کابل ګیرک افسانه!

استاد محمد زمان مزمل

د ظاهر شاه په څلوېښت کلن دوران کې د هغه تره مارشال شاولي خان ته فاتح کابل او په بلوچي خبرونو کې د کابل ګیرک په عنوان یادوه ځکه هغه د نادر خان په تحول کې لومړی کس وه چې ارګ ته د خپلو ملګرو سره ننوت.

د همدې په حاشیه کې که انسان د افغانستان د معاصر تاریخ وروستۍ برخې ته چې د احمدشاهي کندهار نه پکې پلازمینه د هغه زوی تیمور شاه کابل ته انتقال کړه کابل په خپل پاتې تاریخ کې د یو درجن کابل ګیراکانو افسانه لري.

د تیمورشاه زامنو په خپل منځ کې په تخت او تاج دومره رسوا او بدلېدونکې جګړې وکړې چې د تاریخ په کتابو کې یؤ عنوان ډېر تکرارېږي د فلاني سردار اوله پله پاچاهي او دوهمه پله پاچاهي.

کابل د پوپلزو او محمدزو تنګ زړو سردارانو په سیاسي اینډو کې هومره لاس په لاس شو چې د لوی احمدشاه بابا د امپراتورۍ شرقي برخه پکې سیکانو او انګلیسانو قبضه کړه او پای د همدغه کابل ګیراکانو په سپېره سیالۍ کې انګریزانو څو ځله پر کابل تاړاک وکړ.

د همدې په تعقیب د ظاهرشاه د نظام پر ضد شوو کودتاوو یوه بله څپه د دغو کابل ګیراکانو راپورته کړه او کابل نن په څلورمه فتحه ولاړ ده چې مخکینیو فاتحینو پکې هغه د سردار شاولي خان د کابل ګیرک رشخند عنوان هم ونه ګاټه دغه کابل ګیراکان یو ځل د مجاهدینو په دوران په پنجشیر کې په خپلو کې د یو مجهول منزل پر لور سره بیل او رخصت شول او بل ځل د دویم فاتحین پکې د هلمند په سوزني کې په خپلو کې یوې شپې سره جلا کړل.

په همدې مناسبت او د امریکایانو لښکرو د وتلو او امریکایي اډو د تخلیې او د بلا وسائلو د تخریب په دې محشر کې زه نوو کابل ګیراکانو ته لمن غوړوم چې ددې افسانې د تکرار نه په شا شئ کابل ته په درنه طریقه د مذاکراتو له لارې پرته له دې چې تعمیرونه پکې ړنګ، دفترونه پکې چور او د خلکو عزت پکې تر پښو لاندې کړئ دا ځل خو د تېرو نه په عبرت اخیستو کابل ته په هغه طریقه راشئ چې د کابل تورسرې پکې بیا د پردي پاکستان او پردي ایران د پناه څرک وانخلي او د خلکو عزت پکې خوندي شي.

دا نن چې سیاسي مشرانو به ددې هوس کم وي او هغوی سره چې له تاریخ یې څه زده کړي وي ولې زه نظامي سرخېلو ته وایم چې د امریکا پر ضد مو جګړه او جهاد د قدر وړ ده او د امریکا د لښکرو وتل همدا پکې د لویې فتحې په عنوان تسلیم او ایله یې وپاللی شئ له دې زیات له خپل ولس سره په جګړه او د کابل د نظامي فتحې هوس چې رسوا سوابق یې په تېره ماضي کې د عبرت لپاره پرې ایښي ددغه ټیټ هوس نه د یؤ زورېدلي ملت د دردېدلې خوا په خاطر تېر شئ. له تاسې مخکې څوک چې په همدغسې هوس کې کابل ته ننوتل او د جګړو له بړبوکۍ ونه وتل، نۀ له هغو عبرت واخلئ بلکې نن یې ولس د فاتحینو په نامه نه استقبالوي بلکې زیات یې په هغه مافیا بدل شوي چې ډېرې مظلومې پرګنې پکې د امریکایي لښکرو په وتلو ډېر په دې خاطر خوشحاله ندي چې د پرونیو کابل ګیراکانو ګنده مافیا لا په کابل راج چلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

مزمل سیب غلطه انالوجی را باسلی ده.
دا ځل سقاویان (پښتون ضده فاشیستان) او کباړیان (حزبیان) نه راځی. داځل طالبان به کابل ګیراکان وی. دهغوی اول نوبت دسقاویانو په څیر نه وو. صرف فرق به دا وی په اول ځل کی هغوی دسقاویانو او کباړیانو پاتی او غلا سوی مال نیولی وو.

تراب

#، لږ# حیا خو ولره، سپين … ږري سړي يي د ګور په غاړه دي پښه ده، دومره د حسد او حقده ډکو افکارو او خیرن زړه سره به د الله «ج»مخ ته څنګه دريږي. که دا کاميابي د کَلبدين په نصيب واي بيا به دي لکه # دوستم د مارشالي او نورو درواغجنو القابو ځان ستړي کړي واي. خو حسد او حقد دي د زړه سترګي ړندو کړي دي کنه نو دومره ستر وياړ ته به دي داسي سپکاوي نه واي کړي.

عبدالرقیب

مزمل صاحب قدرمنه! موږ ته ډیر محترم یې خو د دې ټوله احترام باوجود درته وایو چي ډیر ظالم انسان یې. د افغانستان پر مظلوم ولس دي هیڅ زړه نه سوزي. دا زموږ غریب وطنداران چي د یوې معمولي عریضې د خلاصولو لپاره د دې وزارتونو د اسمان خراشه تعمیرونو په زینو کي سره شلیږي. هر مامور خپله په لفټ کي ځي او راځي او د اطرافي ولایتونو مراجعین د ورځي لس لس واره زغلوي او رازغلوي. د هغوئ خوارانو هیڅ په قصه کي نه یې. پریږده چي کابل په کشت و خون ونیول سي. پریږده چي دا د سرای… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x