افغانستان

ایټالیا په هرات کې خپل پوځي ماموریت رسما پای ته ورساوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د ایټالیا دفاع وزیر لورینزو ګیریني تیره ورځ هرات کې د خپل هېواد بیرغ په ښکته کولو سره رسما په افغانستان کې خپل ۲۰ پوځي ماموریت پای ته ورسولو.

که څه هم د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې د روان کال سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې  نیټې به ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي؛ خو ایټالیا له دغې نیټې دمخه د خپلو عسکرو په ایستلو سره غواړي چې په هرات کې خپل پوځي کیمپ(ارینا) افغان ځواکونو ته وسپاري.

د ایټالیا د دفاع وزارت سرچینو ویلي، چې د څو عسکرو او سلګونه نظامي توکو د بیرته لیږد پروسه به ډیر ژر پای ته ورسیږي.

په دغه مهال د ایټالیا دفاع وزیر «ګیریني» وویل: «موږ نه غواړو چې افغانستان د تروریستانو د خوندي ځای په توګه بدل شي. موږ غواړو د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته په دوام ورکولو سره دغه هېواد پیاوړی کړو، ترڅو د ۲۰ کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورنکړي.»

نوموړي دغه راز څرګنده کړه چې سلګونه هغه افغان ژباړونکي او کسان چې له ایټالوي عسکرو سره یې کار او همکاري کړې د جون میاشتې تر نیمايي پورې به ایټالیا ته واستول شوي، ترڅو دده په خبره د طالبانو له غچ څخه وژغورل شي.

دفاع وزیر زیاته کړه، مونږ به هغه ملکي پرسونل تر شا نه پریږدو چې په هرات کې یې زمونږ له عسکرو او د هغوی له کورنیو سره همکاري کړې ده: « په دې برخه کې واردمخه ۲۷۰ کسانو ته پناه ورکړل شوې او څلور سوه نور کسان به هم ایټالیا ته واستول شي.»

ایټالیا په داسې مهال له ټاکلې نیټې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو لړۍ تکمیلوي چې د ناټو تړون یو شمېر نورو هېوادونو هم واردمخه له افغانستانه خپل ټول عسکر ویستلي او پاتې هېوادونه هم هڅه کوي چې د عسکرو په ایستلو کې یو تر بله ګړندي وه اوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx