نړۍ

یوه نامعلوم کس د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون په څپیړه وهلی – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د فرانسې توندلاری ولسمشر ایمانویل ماکرون د خپل هېواد په سویل کې د یوه رسمي سفر پرمهال د یوه نامعلوم کس له لوري په څپیړه وهل شوی دی.

یوه ویدیویي کلیپ چې پر ټولنیزو رسنیو لاس پر لاس کیږي ښيي، یو شین رنګه کمیس لرونکی کس چې په ماسک یې مخ پټ کړی وي ایمانویل ماکرون په څپيړه ووهي، چې سمدلاسه د امنیتي کسانو له لوري ونیول شي.

https://twitter.com/BhittaniKhannnn/status/1402273708438343695?s=20

د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم، بریدګر کس د ماکرون وهلو پرمهال په لوړ غږ وویل، «مړ دې وي ماکرونیزم». د فرانسې امنیتي مسئولین وایي چې د پېښې په تړاو یې دوه کسه نیولي دي.

د فرانسې ولسمشر چې تل د اسلام ضد څرګندونې کوي، په تېرو څو کلونو کې د اسلامي هېوادونو له لوري په ځانګړي ډول د ترکیې د سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې ماکرون د فرانسې د بېلا بېلو سیمو ته رسمي سفرونه پېل کړي دي، چارواکي وایي، په هېواد دننه به د نوموړي سفرونه دوام کوي.

دغه راز په فرانسه کې له تېرو اوه میاشتو راهیسې د کرونا وبا له کبله ریستورانتونه او هوټلونه تړل شوي وو چې تېره ورځ یې د پرانېستلو پریکړه وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

هر چا چي دا کار کړی دی ډیر غلط کار یې کړی دی. د ټولي نړۍ مسلمانان باید ددې کار غندنه وکړي، ځکه چي هیڅ بشر حق نلري چي د بل بشر سپکاوی وکړي. مسلمانان باید دا ثابته کړي چي د دوئ پیغمبر ص دوئ ته د بشري کرامت د درناوي درس ورکړی دی. ده چي څه بد ویلي دي د هغه که منتقي جواب جوړیږي باید ورته وویل سي او که نه باید موضوع یې خدای پاک ج ته پریښودل سي ځکه چي نبي ص په خپل ژوند هیڅ داسي شخص ته سزا ورنه کړل چي د ده مبارک… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x