روغتیا

افغانستان کې د کرونا پراخوالی، روغتیا وزارت تر دوه اونیو یو شمېر نور بندیزونه لګولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې تېره ورځ افغانستان کې د کرونا له پېله په لومړي وار په څلورویشت ساعتونو کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې، روغتیا وزارت تر دوه نورو اونیو یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په نویو محدودیتونو کې د ښوونیزو مرکزونو ترڅنګ د لامبا عامه ځایونه، ورزشي کلبونه او ځینې نور شامل شوي، چې تر راتلونکو دوه اونیو به تړل شوي وي.

د نوي محدودیتونو په تړاو د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزي رسنیو ته ویلي، په وروستیو محدودیتونو کې د لامبو عامه ځایونه، حمامونه، سوناګانې او ورزشي کلبونه د دوه اونیو لپاره وتړل شول، دا په داسې حال کې چې ښوونیز مرکزونه په ۱۶ ولایتونو کې له تېرو دوه اونیو راهیسې رخصت شوي دي.

د ښاغلي علیزي په وینا، هغه مامورین چې عمرونه یې تر ۵۰ کلنۍ زیات وي او یا امیندوارې میرمنې باید له کورونو خپل دفتري کارونه سر ته ورسوي، دغه راز هغه هوټلونه چې خلکو ته ډوډۍ ورکوي باید په یو وار له لسو زیات مراجعین ونه لري.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د کرونا وبا دریمې څپه په پراخه کچه خپریږي چې له کبله یې روغتونونه د اکسیجن او بسترونو له کمښت سره مخ کړي دي.

تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت چارواکي د یونیسیف ادارې مشر سره د لیدنې پرمهال ویلي وو چې ډیر ژر به په ګډه همکارۍ د هېواد د لسو ولایتونو په لسو روغتونونه د اکسیجن د تولید ماشینونه نصب کړي.

بل لوري ته یاد وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې په هېواد کې د کرونا ضد واکسین د ختمېدو له امله د لومړي او دوهم دوز تطبیقولو بهیر تر نامعلوم وخت ځنډولی دی، خو ژمنه یې کړې چې ډير ژر به واکسین چمتو کړي.

د یادونې وړ ده چې د روغتیا وزارت رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، په یاده موده کې نږدې پنځه زره کسان معاینه شوي چې له ډلې یې ۱۷۲۴ کسان په دغه وېروس اخته، ۵۴ ترې مړه شوي او ۵۷۱ نور بیا ترې رغېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x