نړۍ

قسام مجاهدینو اسراییلی پوځي یرغمل نیولی

نن ټکی اسیا (چنګاښ، ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): زرګونه فلسطینیان د روژې په دې مبارکو شپو کې سړکونو ته راووتل چې د حماس مجاهدینو د نظامي څانګې «قسام» له خوا د اسرییلي پوځي د نیول کېدو او د دې څانګې د ځواک لمانځنه وکړي.

د حماس نظامي څانګې قسام ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ یې اسراییلي پوځي (شاؤول اروون) غزه کې د جګړې پر مهال ژوندی ونیوه.

د نظامي څانګې ویاند د پوځي نوم او کارډ نمبر هم رسنیو سره شریک کړ.

له سختو جګړو او بمباریو سره سره، جګړه ځپلي غزه‌وال لارو او سړکونو ته راووتل چې د قسام د ځواک او تدبیر ستاینه وکړي.

اسراییلي رسمي سرچینو تر دې مهاله د قسام پر دې بریا څه غبرګون نه دی ښودلی.

راپورونه کاږي، چې پر غزې له ځمکني یرغل وروسته، اسراییل د حماس د مجاهدینو له خوا له سختې جګړې سره مخ شوي دي؛ ځکه نو اسراییلي او امریکايي حکومتونه د مصر له دیپلوماتیکي ماتې وروسته د بل منځګړي په لټه کې دي، چې دغه جګړه پای ته ورسوي.

د جولای له اوومې راهیسې اسراییلي ځواکونو پر غزې هوايي بریدونه پیل کړي، چې تر دې مهاله یې ۴۲۵فلسطینیان شهیدان کړي دي. اسراییل استدلال کوي، چې دوی د حماس د راکټي حملو د ځواب لپاره دغسې حملې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x