نړۍ

ایران: په څاه کې د لوېدو له کبله ۲ افغان کډوال مړه او ۲۷ ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د ایران حکومتي چارواکو ویلي چې ددغه هېواد په سویل ختیځ سیمه کرمان کې د بندر عباس او منوجان ترمنځ پر لاره په یوه څاه کې ۲۹ افغان کډوال لوېدلي دي.

د ایران په کرمان ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې مسئول «رضاح فلاح» رسنیو ته ویلي چې د افغانانو د ژغورنې عملیات تر درې ساعتونو وخت نیولی، چې په دې حال کې ۲ تنه افغان کډوال مړه شوي او پاتې ۲۷ نور ټپيان دي چې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

ایراني چارواکي څرګندوي چې پېښه د افغان کډوالو د غیر قانوني حرکت په پایله کې رامنځته شوې ده، دا چې امنیتي مسئولینو یې د نیولو کوښښ کاوه دغه پېښه رامنځته شوې ده.

ایران له افغانستان سره شاوخوا ۹۴۵ کیلو متره اوږده ګډه پوله لري چې د سوداګریزو تبادلې ترڅنګ په پراخه کچه افغان کډوال دغه هېواد کې میشت دي.

ایراني چارواکي اټکل کوي چې په دغه هېواد کې ۲ ملیونه او ۴۰۰ زره افغان کډوال په قانوني توګه میشت دي، په داسې حال کې چې زرګونه نور د غیر قانوني لارو دغه هېواد ته داخلیږي.

د ایران امنیتي مسئولین دغه هېواد کې له میشتو افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي، چې تېر کال د ایران د قانون پلي کونکو او سرحدي ساتونکو له لوري د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي وو، خو ایراني چارواکو د تایید شویو شواهدو سربېره هم انکار کړی و.

د ایران امنیتي مسئولینو ناوړه چلند ددې لامل شوی چې یوازې د تېر کال په سپتمبر میاشت کې له ۸۶۶ زرو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لړۍ هغه مهال زیاته شوه چې په ۲۰۱۸م کال کې امریکا ایران سره له ایټمي موافقې لاس واخیست او پر تهران یې یو شمېر بندیزونه ولګول، چې ددغه هېواد اقتصاد یې د ژور بحران او کړکیچ سره مخ کړ.

له دې وړاندې داسې تصدیق شوي شواهد هم ورکول شوي چې تهران افغان ځوانان په سوریه کې د جنګیالیو په توګه کاروي، چیرې چې دوی د «فاطمیون لښکر» په نوم جنګي ځواک چمتو کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx