افغانستان

میدان وردګ: طالبانو د دولتي عسکرو اکمالاتي چورلکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې طالبانو د عسکرو یوه اکمالاتي چورلکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تیره شپه د جغتو ولسوالۍ مرکز ته څېرمه «سیدي» سیمه کې د دولتي عسکرو یوه اکمالاتي چورلکه له ویشتلو سره سم نسکوره کړې، چې عمله یې هم وژل شوې ده.

د میدان وردګو ولایت جغت ولسوالۍ له تیرو څو اونیو راهیسې د طالبانو په محاصره کې ده، چې تیره اونۍ د ولسوالۍ تعمیر لاندې د تونل په واسطه طالبانو یوه قوي چاودنه هم کړې وه، د کومې له امله چې هلته میشتو عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

اوس طالبان هڅه کوي د قومي مشرانو په منځګړیتوب د ولسوالۍ مرکز کې کلابند عسکرو ته د تسلیمۍ قناعت ورکړي او یاده ولسوالي له جګړې پرته ونیسي؛ خو په ولسوالۍ کې کلابندو عسکرو بیا ویلي چې له مرکز نه ورته مرستندویه عسکر راځي، ځکه نه تسلیمیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ مرکز هم ونیولو او یو شمېر نورې ولسوالۍ یې تر سختو بریدونو لاندې نیولې دي.

د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو چورلکه په داسې مهال نسکوریږي چې د ان پي آر په نوم امریکايي راډیو د راپور په حواله طالبانو په دې وروستیو کې له روسیې څخه د الوتکو ۳۵ توغندي پيرلي، چې د یوه توغندي بیه تر ۷۰ زره ډالرو پورې رسیږي.

د څارونکو په باور که طالبان د الوتکو ضد توغندیو ته لاسرسی پیدا کړي، نو دا په د جګړې په ډګر کې د طالبانو پله بیخي درنه او حکومتي عسکر به هوايي برلاسي توب هم له لاسه ورکړي، چې کیدای شي هغه مهال د لویو ښارونو ساتنه هم ورته ګرانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا هماغه زمونږ د وخت ځمکی نه هوا ته انګلیسی Blue-5 راکټ دی. دا راکټونه اکثره تنظیمو سره ول خو د Stinger پوری نه رسی. ستنګر خو ځان راکټونه ول چی سبب د شکست د روسانو شول.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x