افغانستان

مخ پټو وسله والو د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ۱۲ ماین پاکان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، مخ پټو وسله والو په نهرین ولسوالۍ کې ۱۲ ماین پاکان وژلي دي.

د چارواکو په خبره دا پېښه تیره شپه د نهرین ولسوالۍ په «شیخ جلال» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې مخ پټو وسله والو د هیلو ټرسټ ماین پاکولو مؤسسې په کار کوونکو برید وکړ.

په دغه برید کې ۱۲ ماین پاکان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

تراوسه ددې برید لامل او جهت معلوم نه دی؛ خو په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو په ځانګړې توګه د کابل شمال کې د برېښنا په مزو او پایو او نورو عامه تأسیساتو او ملکي وګړو شکمنو بریدونو ته په کتو سره داسې ویل کیږي چې ددغو بریدونو ترشا د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح اړوند کسان دي.

د شنونکو په باور امرالله صالح ددغو شکمنو بریدونو په ترسره کولو غواړي په ټولنه کې ویره او ترهه خپره کړي او د سولې پروسه زیانمنه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مخ پټی نور څوک دی؟ دو ورځی مخکی طالبانو اعلان وکړ چی بشری مرستی لیږدونکو او موسیساتو سره به همکاری کوو اوس ګورو ماین پاکان چی په هیڅ کتاب یی وژنه روا نده شهیدان شوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x