افغانستان

خوست کې د نښتې پرمهال  ۲۵ ضربتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۲۵ ضربتي(کمپاین) عسکرو د وژلو خبر وکړل شوی دی.
طالبان وايي، تیره شپه یې د صبریو ولسوالۍ په «آبادخانې» سیمه کې د کمپاین په نوم کمانډو عسکرو په عملیاتي قوې برید کې ۲۵ ضربتي(کمپاین) عسکر وژلي او د هغوی ۸ عرادې نظامي وسائط یې هم ویجاړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کمپاین(ضربتي) عسکرو لخوا پر ولسي خلکو بریدونه زیات شوي، د کومې له امله چې طالبانو هم د «غچ» اخیستلو ګواښ کړی دی.

د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې په خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې فعالې دي، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

چې بد ګرزي بد به پرځي!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx