شعـــــرونه

د انس حقاني دوه شعرونه

انس حقاني

سپینه سوله میلمنه ده

د تاریخ د پاڼو منځ کې لیك په زرو یوه صفحه ده
ځار طالب بریا ګټلې له نړۍ نه عجیبه ده

معنویات یی دومره لوړ دي امپراطور ورته سرټیټ کړو
ای جهانه! که پوهیږې بس همدغه عقیده ده

مړاوې هیلې راژوندۍ شوې د غمجنو ولسونو
ازادۍ مخ راڅرګند کړ د خوښیو ننداره ده

چې ایمان او هم غیرت وي ناممکن ممکن کیدی شي
راشه داده که یې لولې د عبرت ستره کیسه ده

زما او ستا خبره نده خاص نصرت د ذوالجلال دی
ثمره د قربانۍ ده، د سرو وینو نتیجه ده

له کلونو پس راغلې، په خندا یې استقبال کړئ
واه انس یې نن کوربه دی سپینه سوله میلمنه ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زما د عشق د ازموینې مرحلې دي
د هجران ځنځیر په ما جوړې حلقې دي

اوس خوندونه له دردو اخله زړګیه
ستا د مینې خو همدا مستې شیبې دي

یا وصال دی یا به تل دي هجر خپل شي
د مینو بس همدغه دوې قیصې دي

د امید ډیوه رڼا ساته په وینو
خیر که هرخوا تورتمونه دي تیارې دي

زمانې دا کوڼ جهان په دې خبر کړه
زمونږ ارواوې  د ایمان په نور پخې دي

نه په مرګ ماتیږي نه د غم په توره
د ابد ژوندون ریښتینې نمونې دي

دا ړانده وګړي کله پرې پوهیږي
چې کوم راز باندې غښتلي دا سینې دي

حقیقت دې پیژندلی دی انسه
په هرکار کې دي خوندونه دي مزې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x