افغانستانسولې اړوند خبرونه

قطر: بین الافغاني مذاکراتي‌ ټیمونه د خبرو د چټکتیا په تړاو غږېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له اوږدې مودې ځنډ وروسته د افغانانو د خپلمنځي خبرو ټیمونه د مذاکراتو د چټکتیا او د اجنډا لپاره د غوره کېدونکو موضوعاتو په تړاو غږېدلي.

په قطر کې د‌ طالبانو د سیاسي‌ دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم»‌‌ پر ټویټر لیکلي‌‌ «تېر ماښام د بین الافغاني مذاکراتو د ټيمونو د مشرانو او یو شمېر غړیو تر منځ ناسته تر سره شوه. په ناسته کې د مذاکراتو دچټکتیا او د اجنډا د موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.»

د کابل ټیم که څه هم تر دې دمه د ناستې په اړه څه نه دي‌ ویلي، خو په تېرو څو میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې چې بین الافغاني‌ مذاکراتي‌ ټیمونه ناسته کوي.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغان سولې خبرو د چټکتیا لپاره هڅې زیاتې شوې دي او نړیواله ټولنه او امریکا ټینګار لري، چې مذاکرات باید جدي او «معنا لرونکي» وي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌ «زلمي‌ خلیلزاد»‌ ویلي، بین الافغاني مذاکرات که څه هم ناکام نه دي؛ خو بیا هم ډېر ورو دي، او دواړه لوري‌ د اصلي موضوعاتو پر بحث تمرکز نه کوي.

بل لور ته له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ هم روانه ده چې ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د کابل ادارې جګړه مار او ګوډاګي چارواکي باید حقایق درک او تسلیم شي

طوطی

یار همدغو مزاکراتو ته ادامه وکړی بدون له هغی هم د طالبانو برخه پکی زیاته ده ګرچه زما په نظر دا ټولی غوډی د بهرنیو په لاس جوړی شوی دی خو بیا هم د دوحی غونډه دومره بده نده یو څه باید تری راوباسل سی تر څو اوربند وشی. ځکه چی وضعیت ډیر خراب خدای مکړه چی هر څه ######### نشی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x