افغانستان

بایډن: طالبان او حکومت مسئولیت لري چې له افغانستانه نړۍ ته متوجه کېدونکې ګواښونه له منځه یوسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امریکایي‌ او ناټو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام د امریکا ولسمشر «جوبایډن» د یاد هیواد کانګرس ته ویلي، چې طالبان او حکومت مسئولیت لري، له افغانستانه امریکا او متحدینو ته یې متوجه کېدونکي ګواښونه له منځه یوسي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.

بایډن کانګرس ته په لېږلي لیک کې ویلي، چې امریکا به له افغانستانه خپل پوځیان وباسي؛ خو کله به هم هلته د «ترهګرۍ» له شته ګواښونو سترګې پټې نکړي،‌بلکې پر افغانستان به خپل نظر وساتي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې امریکا به په سیمه کې له «ترهګرۍ سره د مبارزې» شته خپلې وړتیاوې بیا ځلې تنظیم کړي او هڅه به وکړي، د امریکا ملي‌ امنیت ته ور پېښېدونکي‌ ګواښونه له منځه یوسي‌ او افغانستان بیا ځلې د «ترهګرۍ په ځاله» له بدلېدو وساتي.

د بایډن په لیک کې راغلي، چې طالبان او د کابل حکومت دواړه مسئولیت لري‌، له افغانستانه امریکا او متحدینو ته یې پېښېدونکي احتمالي ګواښونه له منځه یوسي‌ او په همدې تړاو په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي‌.

نوموړ‌ي ددې تر څنګ په افغانستان کې د کابل حکومت د سلګونه زرو عسکرو د روزنې خبره یاده کړې او د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته یې هم د کابل له عسکرو سره د مرستو د دوام ژمنه کړې.

د بایډن پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي‌ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښایي بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
17 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

پ ماضي، حال او مستقبل کي چي څومره ګواښونه، بربادي او ظلم و نړۍ او نړۍ والو ته له امريکا او نورو غربي هېوادونو څخه رسيدلي او په آینده کي ورته متوجه دي د نړۍ د بل هيڅ هېواد څخه نه متوجې وه او نه به په آینده کي ورته متوجې شي۔

Adam Khan
Afghans did not do it and Afghans were not doing it for you. And because 
Afghans were not doing it for you, you hired the evil Arabs to do it for you. 
Your mission was to reach the heart of the world "My Afghanistan". 
Your mission was to keep an eye on Russia, China and Iran. 
Your mission was to bring the world under your control.
 
I am sorry you failed. Your words show that you are planning to start again. 
Come on DA GAZ AW DA MAIDAN.


الحاج استاذ بیانزی

ادم خان وروره نوری تبصری دی ښی وی او دا تبصره دی هم ښه لیکلی مګر د اسامه رح په اړه مو معلومات کم درلود، مخکی له دی چه هغه ته د عربو شیطان نوم ورکړی ناسمه پریکړه ده لمړی به موانلاین کی ۹/۱۱ لیکلی وی چه هغه د چا لخوا ترسره شو. په زرونو ویدیو ګانی به د اسنادو او داسی معتبرو دلایلو سره ووینی چه it was the inside job په دی اړه همدومره کافی ده په اړه یی کتابونه لیکل شوی مګر چاته یی وایی د زوراورو اوبه په مخ نیغه هم تلای شی که د امریکا… نور لوستل »

طوطی

حالات ډیر پیچیده او کړکیچن دی. طالبان به د جومات کونج کی څه سیاست زده کړی وی؟ دنیا والو سره ښکر جنګول څه ساده خبره نده. خو زه یوه مساله دلته ټولو ته ور په یاده وم ممکن ډیرو کسانو پری فکر کړی وی خو تر اوسه هم ډیری کسان د مرګ په خوب ویده دی. ملګری می چی د خوست پوهنتون کی یو څو وخته استاد وو راته یی وویل چی هلته ما ډیر کسان ولیدل چی د هغوی اولادونه نه کیږی ګرچه ټول ځوانان هم دی. ولی؟ امریکایانو که نور څه په لاس نوی راوړی خو ډیری تجربی… نور لوستل »

Tooba Jan

ههههه طوطی صیب د ملا سیاست وه هغه یی که په هر ځای کی زده کړی وی کامیاب وه ځکه چی د سیاست سرچینه یی له قران کریم څخه وه او ده او وی به همدا سیاست وه چی د نړی هغه تش په نامه سیاستګران یی درته په ګونډو کړل او په نظامی ډګر کی خو یی وینو چی څه حال یی ده نو تاسو ته هم الله د زړه صبر درکړی اوس خو پیښه ده چا دا فکر کاوه چی دا ستر زبر ځواک به له دی پاکی خاوری وځی خو د الله فیصله او د بنده فکر… نور لوستل »

عبدالرقیب

بایډن په کنایي کي راته وایي چي په افغانستان کي د ټروریزم د وني د بینه وړلو لپاره د افغانستان فیل (طالبان) او د افغانستان مچ (د کابل ښاروالي) په ګډه مسئولیت لري. اوس نو د فیل قدرت ددې مسئولیت سره اړخ لګوي. فیلان کولای سي چي وني د بېخه وکاږي خو په دې برخه کي د مچ رول غیر واضح دی. که بایډن دا ووایي چي مچ دي فقط د فیل پر غوږ کښیني او نور کار دي فیل وکړي او په دې پروسه کي که د مچ پښو فیل تخریش کړ او فیل خپل غوږ ټک واهه او… نور لوستل »

Tooba Jan

د بایډن خبری د کابل اداری لپاره یو مرګونی اخطار دی
هغه ځکه چی طالبان او د کابل اداره په خبرو کی یاده کړی چی دوی مسؤلیت لری چی نړی ته متوجه ګواښونه له مینځه یوسی
نو که د کابل د اداری کار کونکی هوښیار خلک وی نو نور به پوه شی

دوکتور غروال

د محترم میر افغان کومنت په تائيد د جوی بایدن خبرداری د خپل لاس پوڅی حکومت په هکله د امریکا او د امریکا پلویانو بی رحمانه وژلو او ظلمونو ځناورتوب د افغان ملت سره د هتلری خونخواره رژیم څخه هم بدتره دی او افغان ملت لپاره ئي دوزخی اور د ورځ تر بلی ددوی اوددوی غلامانو په وسیله همداسی بل ساتلۍ دی ، القاعده او داعش لکه تنظیمونه ، طالبان او دیموکراتان ددوی تولید دی که طالبان واقعآ ځانونه داصیلو افغانانو خصلت د ځانو کوی او صادق مسلمانان کیږی نو باید دوی ددی غلامی او مزدوری حلقی اوددوی سره د… نور لوستل »

طاهر ثابت

غروال سیب اول دچارصدی ټکماران او سورخولی لوچګان سم کړی.

دوکتور غروال

طاهر ثابت ، د چارصدی ټګمارانو او سور خولیو لوچګانو په هکله کوم معلومات نلرم دا چی تاسی پدی برخه کښی مکمل معلومات لرۍ نو لطفآ واضح ئی کړه چی د چارصدی ټګماران او سورخولی لوچګان څوک دی او د افغانستان موضوع سره دوی څه ارتباط لری؟ لطفآ پدی باره کښی لږه روڼا واچوه ! کومه چی افغان ملت ته حتی جهان ته کاملآ څرګنده دی چی د پنجابی پاکستان د امریکا او انګلیس په رهنمائی او ډالرو کومک باندی معلومداره قاتلان د افغان ملت تباهی لپاره تربیه شویدی او همدارنګه د اخوندی ایران له خوا هم ، دی غلامو… نور لوستل »

طاهر ثابت

غروال سیب دپښتنو قاتلین او خرڅونکی ددیورند دواړو خواوو ته پراته دی. دپښتنو ملکانو همکاری او دآزادی دغورځنګو سره خیانت دانګریز له اولو ورځو په تاریخ کی ثبت دی. نشنلیان (پیښور او کویته) او دا اوسنی دپښتون ژغورنی ټیکه داران (قبایلو کی) افغانملتیان (افغانستان کی) هغه کسان دی چه دپښتنو په قتل کی شریک او دهغه په مقابل کی له غربیانو او پنجاب څخه نسونه ډکوی. بیا هم تاسو غوندی دپښتنو په نامه غږیږی. هغه چه دپښتنو په نامه آزادی غوښتونکی بدنامه وی هغه زه افغانملتیان او نشنلیان بولم، او زما په نظر پښتنو ته زیات ګناګار. هغه چه دپښتنو… نور لوستل »

دوکتور غروال

طاهر ثابت ، مننه د تاسو د عقل سره برابره تشریح د پښتنو په حیصه کښی ، لپاره ددی چی واضح شی د انګلیس پر ضد مقاومت کښی وزیر ، مسعود ، ځدران ، منګل ، ځاځی ، خوستوال او مشرقی اوسیدونکی سره د افغانستان نوره قومونه متحد مستقیمآ شامل وو ، او دوی ټولو په اتحاد سره په ستره قربانی انګلیس له افغانستان خاوری څخه وشړلو، بلی د ګوډ ملا او د هغه پلویانو د انګلیس په ګټه د اسلام په شعارونو خائينی توطيي جوړی کړی وی اما ځای ئي ونه نیو ، افغان ملتیان د هتلری رژیم څخه… نور لوستل »

طاهر ثابت

غروال سیب ستا له لیک نه دنوی فتنی بوی پورته کیږی.
لطفا دافغانستان تاریخ د انګریز په لیکنو کی ووایاست.
هیله ده ووایاست چه په نوی افغانستان کی به څوک به دتنظیمو او طالبانو ځای ونیسی؟

دوکتور غروال

طاهر ثابت ، طبعآ د تاسو فکر سره د پنجابی پاکستان او د امریکا په ډالرو تربیه شوی تنظیمونه او طالبان وروسته له مختلفو توطیو او فریبیو باید د افغان ملت اوږو باندی دوامدارسپاره کړۍ شی دا د پنجابی پاکستان او امریکا انګلیس ستر ارمان دی اما شکرلاره د اجنبیانو څخه ورکه دی چی دا ډلګۍ په کوم شکل سره رامینځ ته کړی چی ددوی فریبی دیموکراسی چوکات کښی داخل کړۍ شی او جهان کښی په رسمیت وپیژندل شی اما بیا شکر دا تربیه شوی ډلګګۍ دومره محض بی سواده او جاهل دی چی د اجنبیانو دا خبیث ارمان نشی… نور لوستل »

طاهر ثابت

غرواله په سوال نه پوهیږی او که لیاره درڅخه ورکه سوی؟ دکمونیستانو منطق د طوطی په زبه بی فایدی ده. لطفا ځواب ووایه. سوال بیا تکراروم:
په نوی افغانستان کی به څوک دتنظیمو او طالبانو ځای ونیسی؟

دوکتور غروال

ثابته ، لکه چی تاسو د اجنبیانو په هلو ځلو د تنظیمونه او طالبانو د حاکمیت تضمین خوبونه وینۍ او اجنبیان ددی امید په طمعه دی چی افغان غیرتی ملت ددی غلامو ډلګګیو په واسطه اساسی وځپل شی او د افغان غیرتی ملت صادقانه اسلام تر پښو لاندی شی او ملت جهالت خواته نوره هم ټیله شی دا پلیت ارمان به هیڅکله پوره نشی ، قربانی افغان ملت ورکړی دی او دا دوام لری نو د سوچه افغان ملی حکومت لپاره به افغان غیرتی ملت تصمیم نیسی چی څوک د حکومت رهبری وکړی او نه پنجابی پاکستان ، امریکا او… نور لوستل »

طاهر ثابت

خدای دی خیر کوی چه مسلمانان به بیا دکوم دښمن تر ګذار لاندی راسی. خدایه خیر.

Back to top button
17
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x