د نن سرلیکنه

د ولسوالیو پرلپسي سقوط څه په ډاګه کوي؟

نن ټکی اسيا سرلیکنه

د هیواد په شمال تخار ولایت کې د چاه آب ولسوالۍ په لاندې کولو سره دا په تیرو څو ورځو کې اتلسمه ولسوالۍ ده چې د دولت له کنټروله وځي او دولتي ځواکونه یې دبيا نیولو توان نه لري.

تر یوې نیمې میاشتې په کمه موده کې د دومره زیات شمیر ولسوالیو سقوط دا په ډاګه کوي چې دولتي ځواکونو د طالبانو په مقابل کې جنګي مورال بایللی او په وړاندې یې د مقاومت هر ډول توان له لاسه وركړی دی.

له بلې خوا تر ډیره دیادو ولسواليو تسلط صرف تر یوه محاصره تعمیر پوري محدودې دى چې نوره اراضي او سیمه یې مخکي تر مخکي د طالبانو تر ولكې لاندې وه.

د کابل ادارې د امنیتي او دفاعي سکتورونو ترمنځ نه همغږي، اداري فساد او پربهرنیو ځواکونو تکیه نور هغه عوامل دي چې ورځ تر بلې د یادې اداري د بقاء شیبې را لنډوي او په سیمو او ښارونو باندې کنټرول له لاسه ورکوي.
د ولسوالیو سقوط تدریجا د ولایتونو سقوط ته لاره هواروي او د ولایتونو سقوط په مجموع کې د نظام د سقوط په معنی دی او دا ځکه چې نظام له هرډول ولسي ملاتړ څخه بي برخې دی ، څومره چې یې بهرنی حمایت له سره کمیږي په هغه اندازه یې په هیواد کې د حاکمیت ساحه هم سکڼل کیږي.

د کابل اداره کټ مټ اوس په هغه وضعیت کې قرار لري لکه د نجيب پخواني کمونیست رژیم چې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته درلود.

د کابل ادارې چارواکي هم د خپل نظام په شړیدو متیقین دي او باور لري چې له هیواد څخه د وروستي امریکايي عسکر په وتلو به نور د دوي د نظام هم وروستۍ شیبې وي.

د هیواد له دې بحراني وضعیت څخه دا درس اخیستل کیږي چې بهرنیان که تر هر نامه لاندې افغانستان ته راځي او دلته خپل نوکران پر ولس تحمیلوي وروستۍ نتیجه به یې داوي چې د دوئ له لوري تپل شوي چارواکي به یا د آریانا چوک په تمبو راځړول کیږي او یا به د سایګون د چارواکو په څیر له بهرنیانو سره یوځای له هیواد څخه فرار ته په قرار ترجیح ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

په سرلیکنه کې د افغانستان مسئله دومره ژر مه خلاصوی ځکه تاسو په دې برخه کې ډېره تجربه لری که طالب دومره ژر حاکم کېدای نو بیا ستونزه په څه کې وه او همېشه ستاسو له سرلیکنو څخه ښکاري چې د طالب پلوي کوی او هېڅ کله یې هم منفي کړنې نه یادوی د بیلګې په توګه د اناردرې ولسوالۍ د ودانۍ ورانولو ته مو هېڅ اشاره نده کړې او نه مو په خبر کې یادکړی چې دا د پرې توب یوه لویه بیلګه ده.

طاهر ثابت

زاهده زاهد سه. غنو ته دی ووایه ماشومان او بیوزلی کسان مه وژنه. دمسکینو کسانو کورونه مه وله.
عجبه ده چه په عمارت ژاړی او بیوزله انسانان هیر کړی.
غنو ته ووایه چه تعهد وکړی هغه به ملکی کسانو ته او نه دهغوی مال ته ضرر رسوی او تعهد وکړی چه هغه به نیول سوی عمارتونه دملت دوژنی لپاره نه استعمالوی.
که غنو دا ومنی نو بیا به کراره کراری سی. جنګ به په میدان کی وی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x