افغانستانسولې اړوند خبرونه

د قطر ځانګړي استازي له طالب او امریکایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل):د شخړو په حل کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي «مطلق القحطاني» له طالب او امریکایي چارواکو سره د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو په تړاو خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مطلق القحطاني نن د افغان  سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» او ورسره پلاوي سره لیدلي او د افغان سولې پروسې او دوحه کې د روانو مذاکراتو په تړاو ورسره غږېدلی.

ددې تر څنګ په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي، چې القحطاني ددې تر څنګ د طالبانو د مذاکراتي ټیم د مشر «شیخ عبدالحکیم» په مشرۍ ورغلي پلاوي سره د سولې پروسې په تړاو خبرې کړې دي.

د افغان سولې په تړاو دغه تازه لیدنې داسې مهال دي، چې له اوږدې مودې وروسته د افغانانو د خپلمنځي خبرو ټیمونو ګډه ناسته کړې او په مهال يې هوکړه شوې، چې دواړه لوري به د سولې خبرو ته چټکتیا ورکوي.

مذاکراتي ټیمونو ددې تر څنګ د خبرو د اجنډا په اړه هم بحثونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یار کچیری دوی سره صلاحیت وی په والله چی خبری دیننه په یوی هفتې کی فیصلی خواته ځی خو په والله دواړه ټیمونه بی صلاحیته دی. دوم دا چی دا غونډې د نورو په وسیله جوړې او فرمایشی غونډی دی چی اکثرآ پکی وخت ضایع کیږی کومه نتیجه چی د پردی شاته بین المللی استخبارات غواړی هغه چی عملی نشی دا غونډی منډی به هیڅ نتیجه ورنکړی کنه نو پدی غونډه کی ډیر ښه خلک هم شته دی چی هم افغانستان غواړی او هم سوله. مولوی صیب حکیم حقانی ګوری څومره نورانی سړی او ښه سړی ښکاری د ملی شورا… نور لوستل »

طوطی

نور نو څه ولیکم.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x