نړۍ

یمن:هوایی بریدونو ۳۰تنه له حکومت څخه نوي جلاشوی عسکر ووژل

جندي يمني(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۲) په یمن کي عسکري سرچینو دفرانسي دخبری اژانس له لوري هغه خبررد کړ ګواکي ددولت هوایی برید هدف خطاکړی دي او۳۰ کسه دولتی عسکریی په خطاسره وژلي دي، نن سهاردیمن عسکري سرچینو وویل چی هوایی ځواکونو یی د ۱۱۹ لیوا عسکرترهوایی برید لاندی راوستلی کوم چي تیره اوني یی دزنجبارپه ښارکی له حکومت سره وفاداري شکولي وه اوله مخالفینو سره یوځای شوی ول.

حکومتي چارواکي وایی دابین په ولایت کی یی نن سهاروختي یوه مدرسه په نښه کړه چیري چی له حکومت څخه جلاشویو عسکرو اوتوندروه مخالفینو یوه غونډه درلوده، نوموړي زیاته کړه دحکومت له لوري دهوایی برید څخه وروسته نامالومووسلوالو هغه امبولانسونه په نښه کړه کوم چي ژوبل کسان یی روغتونوته رسول اویو تعداد نورژوبل کسان یی هم ووژل.

په روغتون کي ډاکټرانو له رسنیو سره دخبروپرمهال وویل روغتون ته ټپیان اووژل شوی کسان راوړل شوی دي، خودامالومه نده چي نوموړیو ته مرګ ژوبله دهوایی برید له امله اوښتي ده اوکه کومه چاودنه ترسره شوی ده.

تیره ورځ په یمن کی ددفاع وزارت له لوري یو بیان نشرشوي وو، چي ځواکونه به یی ډیرژر دزنجبار له ولایت اودباجدارله سیموڅخه وسلوال وتیښتی ته اړکړي.

دیادولو وړده، له کله څخه چی دیمن اولسمشر علی عبدالله صالح له سعودي عرب څخه بیرته هیواد ته راستون شوی دی، په یمن کی دحکومت اودمخالفینو ترمنځ تاواوتریخوالي زوراخیستي دي چي تیره اوني یوه حکومتی لیوا دقومندان له لوري له عسکرو اوټولو حربي اوغیرحربی وسایلو سره یوځای دحکومت له مخالفینو سره یوځای شوه.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x