
نه ویونکی طالب؛ مبادا په خپله د حل توپ لندن او اسلام اباد ته وسپاري!
استاد محمد زمان مزمل
پدې باور لرم چې طالب په خپل وروستني شل کلن تاریخ کې د دنیا او د افغانستان په سیاست کې تر موږ زیات ننوتلی او باتجربې وي.
ولې سیمه يیزې او نړیوالې لوبې هومره مسیر بدلونکي او چانس ضایع کوونکي وې چې کله کله پکې دېرش کلن زاړه سیاستوال بدرې خوري او سقوط کوي.
همدا ځای دی چې موږ له طالب ورونو سره د بین الافغاني مذاکراتو له پیله د زاویې تفاوت پیدا کړ زموږ له نظره طالب مشرانو په قطر کې او بیا د استانبول د غونډې په اړه تر خپل حریف زیات نه وویل.
او زموږ له نظره دا طالبان دي چې د مذاکراتو لاره یې ډب کړه بلکې د ډېرو له نظره د مسکو په جلسه کې سیمه ایز او نړیوال اخطار چې امارت پکې نفي شو طالب مشران د استانبول د غونډې په هکله په وروستۍ نېمګړې “نه” ودراوه.
وخت به وښیي چې طالب پر دغه تکرار شوي “نه” او منفي دریځ کې ښه لاسته راوړنه لري او که به زموږ د زاویې په حساب طالب مشرانو په کې چانسونه ضایع کړې وي.
طالبان د امریکایي عسکرو له تلو بله لویه کارنامه نشته چې ویې کړي هغوی ته به همدې پانګونه په کار وه او دا یې معنا وه چې هغوی د ازادۍ جنګ یووړ.
دا چې دوی پکې د امارت او جمهوریت او د اسلامي نظام د تړون او یا هم له بده مرغه د طالب لخوا په ارګ کې د سیاسي بکسو د فاتحانه ویش هوس اخیستي دا پکې د تېرې فتحې په حساب نه دا چې شلمه درجه هم نۀ ده بلکې د دې ټولو یؤ رکن او مهم بعد زمانه او کابل ته د طالبانو سوله يیز راتګ او هغه سیاسي دعوت او تمهید دی چې له هغه پرته طالب دا هر څه له کویټې او پېښور نه په پتمنه طریقه نه شي تنظیمولی.
دا اوس چې په سیمه کې د افغانستان د ګټو خلاف ازغن تار وغځېد، قبایل تصفیه شول، طالبان او سیاسي ډلې پکې د مجبورۍ قرت په خوله کې نیولي، هېڅ نشي ویلی دا خپله ښیي چې طالب کرار کرار د سیاسي توطیو خطرناکې ارکارې ته ښویول کېږي.
کابل ته د پاکستان او لندن ته د لویو درستیزانو په ظاهر ښکاره په باطن پټ راتګ ښيي چې د حل توپ په یؤه خطرناکه لوبه کې د طالب له میدان نه لندن او اسلام اباد ته په توطیه غورځول کېږي.
طالب چې په خپله “نه” هغه استانبول شاته کړ چې په هغه کې سیمه يیز او نړیوال ځواکمن هېوادونه حضور لري هغه یعنې طالب فکر کوي چې دوی پکې تر حریف او هر چا ځواکمن دي، ولې څوک څه پوهېږي چې د طالب مشرانو لخوا دغه محاسبې کېدای شي د هغه طرفونو لخوا تنظیم شوي وي چې په سبا او بل سبا کې طالب بیا ددغسې یوې بلې “نه” او ځواکمن چانس له لاسه ورکړی وي.
یاره سپین ږیري یو خو تا دماغ را و#وئ، دغم دا د ظاهرشاهي د وخت سیاست دې سه، چې ته یې کوي. تا ته فقط دا کامیابي ښکاري چې غني باچا دي بچ شي او ارګ د طالب لاس ته ورنشي. دا پالتو خبري پریږده، که رښتیا دې پر افغانستان زړه خوږیږي، نو د طالب پرځای د ارګ داړه مارانو، غلو، سیکولرانو ته ووایه چې ارګ په سمه پریږدئ، کنه په # به مو لرګي درومنډم. په دې # مشورو دې طالب نشي خطا ایستلی، دا شل کاله دې د اشغال په څنګ کې مزې وکړي، اوس دې زړه نه… نور لوستل »
په سپينه ږيره لیونی شوې د مات دښمن په ننګه ليکي مضمونونه استاذ محمد زمان خانه! درناوی او سلامونه! امريکايان وتښتېدل، او د غلامانو کوډلې يې یوه په بلې پسې سقوط کوي او هره ورځ يې په سلګونو ملېشې او ټوپکيان تسليمېږي، خو ته لا اوس هم لګيا يې په خپل اکسپایر شوي منطق مجاهدين له سیکولرو، مفسدو، غلو، فاشستو نشنلستانو، وحشي ګلمجمو او ليبرالو ملحدينو سره ائتلاف ته دربولې؟! نه پوهېږو چې په آخر عمر کې د فکري اختلال په تکلیف اخته شوی پې؟ او که دې د نوکریوالۍ وخت لا ندی پوره شوی؟ کاشکې دې د انجنیراحمدشاه غوندې… نور لوستل »
استاد محترم ! سړي په ستاسې هم کله شکي شي چه ستاسې هم الله ج مکړه د حکومت د امنيت د شورا کوم نفوذي کس نوې کنه ستاسې دا اوټپوټ په اتومات ډول د کابل ادارې په اکونټ که جمع کيږي۔
هغه د فرهنګ پالو (!) په خبره ” مينه او مننه”
مزمل صاحب د خپلو نهضتي انډیوالانو “سرو سوی دی …” نو ځکه اوس د طالبانو “…ساړه پوکي”.
دا د مزمل لمړی مقاله نه ده چی د آزادی غوښتونکو مجاهدینو په خلاف یی لیکی
دی ځان عقل عالم او تر جید او مجرب مجاهد علماؤ ځان عالم او پوه ګڼی
حال دا چی د ده ### ماغزه د کینی ، بغز او عداوت نه ډک دی
دی په اصل کی تر اوسه افغانان سم نه پیژنی
که غواړئ چي هغه پلورل سوي خاینان وپیژنۍ چي د پښتنو د سترو ارزښتونو (سپینه ږیره او لنګوټه) څخه ناوړه استفاده کوي نو د # عکس ثبت کړئ او د هر چا سره یې مقایسه کوئ. هر یو که په جوله کي ## ته سوی وو پوه سئ چي بیله شکه خاین، غدار، منافق او ایمان پلوری دی. ## بخښه راته کوه، دا خبري مي د ډیرو احساساتو تر اغیزي لاندي وکړې. الله دي د خیر توفیق ما و تا ته راکړي
له ډیره وخته را پدیخوا ما فکر کاوه چه اخوانیان غربیان سوی. ربانی سیاف اردوګان مرسی او الغنیشی می سترګو ته دریدل. بیا کله چه حزبیان امریکایانو ته تسلیم سول نو هغه ګمان می لیږ ټینګ سو. حکمتیار سیب خو د پاکستان اولنمره شاګرد وو او بیا دایران لنګوټه په سر کوله او دا ده اوس په کابل کی ږیره ږمونځه وی. نو مزمل سیب هوا ته توکړی ناړی پرمخ راپریوځی. ستاسو استدلال ډیر ضعیف دی. دافغانملتی احساساتی خبری او دکمونستانو روسی پاکستان ضده شعارونه مو نور پسی شرموی. حقیقت خو دادی چه داستانبول یابو مو نوره ریشقه نه لری… نور لوستل »
ثابت صاحب کور مو ودان،
ډير په زړه پوري ځواب مو ورکړي دي.
حزبيان د قدرت وږي دي، داسلام او وطن په غم کي ندي. هغه عقيدوي پاک حزبيانو حقيقت درک کړي وه او هغوي وختي طالبانو ته ورغلل او جهاد کوي. دارغندوال او حکمتيار په شان خلکو متأسيفانه چه مادياتو ته ورمخه کړه، کنه دروسانو په وخت کي خو ددوي جهاد زمونږ ستر افتخار وه!
په ډير درنښت. کاروان
مزمل صاحب او تبصره کوونکو ته په احترام چې اکثره یې د مزمل صاحب مخالف دریځ لري، زه داسی فکر کوم چې د مزمل صاحب دا لیکنه یې ګز او میدان.. که د افغانانو په نوښت په قطر او ترکیه کې موضوع حل نشوه، په اتومات ډول د مذاکراتو وروستي پړاوونه د پاکستان پر لور روان دي ځکه چې طالبان له بده مرغه په خپلې سیاسي بی بصیرتي او چانسونو څخه د عدم استفادې له امله بالاخیره نړیوال دې ته مجبوروي چې هغو د طالبانو څخه مخ واړوي او پاکستان ته مخ کړي او هلته به بیا پاکستان که له… نور لوستل »
ولاکه چي دا ځینو خلګو په پښتو ولي موږ نه پوهیږو. د کابل د اوسنۍ ادارې سره طالبان خواران پر څه شي خبري وکړي. دا سادګان په دې نه پوهیږي چي د کابل د واکمنانو د ملاتړ څخه امریکا او نړۍ ولي په شا سوله؟ ځکه چي په نړۍ کي یې اعتبار خرابیدی. د کابل فاسده اداره د داسي کسانو څخه جوړه ده چي افغان ولس او نړۍ ته بشپړ رسوا سوي دي. که طالبان د کابل ادارې سره هر ډول جوړجاړی وکړي د خدای پاک او افغان ولس د ملاتړ څخه محرومه کیږي. او طالبان ښه پوهیږي چي دې… نور لوستل »
احمدزی سیب دپاکستان له غوله مه ویریږی. خبره دباور ده. په حزبیانو به څوک باور وکړی. هغوی په خپل تاریخ کی دپاکستان سره نیزدی علاقی لری او دهغوی ترور او سیاسی قتلونه دجهاد له وخته مشهور دی. دمولوی منصور قتل چه امریکاضده خبری یی کولی ددوی په ماین ووژل سو او دا لا تراوسه نه ده رده سوی. مهمه خبره دا ده چه زیات ځینی اغفال کوی. تالبانو د پردو دولتو لخوا کنفرانسونه ولیدل او هغوی به ضرور مالومه کړی وی چه په هغو کی هردولت دخپل آسانو او یابوګانو په لټو کی ول. هغوی بله کومه نتیجه نه درلوده.… نور لوستل »
تا د حزب سلامې ډوډی خوړلی او هیڅکله به له خولی نه دی د حق خبره و نه وځې . سپینږیري سړي او دومره ## د زمکنې حقایقو لری فکر او سوچ . هیله مند یم چې له فتنه اچولو ډډه وکړي او په آخر د عمر ٗ ځان # وژغوری .
مزمل صاحب سلام
احترام درته لرم، او په اخلاص كي دي شك نه كووم.
ولي نن مونږ شک او شکاېتونو ته اړتېا نه لرو، هر افغان باېد خپله حل لاره په واضحه، اوډانګ پېلې توګه وړاندې، او دملت مخې ته ېې کېګدې، بېاملت دومره هم نه ده ړوند، سې داهم او مهم، صالح او اصلح تر منځه توپېر اونه سې کړاې.
مجاهدو ورونو ګلبدین او حزب یی د طالب مجاهدینو ته لویه ګټه اړولی : لمړی : د اشغال په شروع کی امریکا فکر کولو چه پرونی غوښه چاړه کمونستان او اخوانیان یی دواړه به ښی او چب لاس کی نیولی او د اشغلګرو په طویله او یوه اخور کی یوی ارداوی خوړولو ته درولی. د پرونو تش په نامه مجاهدینو کی یی ګلبدین صاحب تر نورو غوښین ګڼلو چه د طالب مجاهدینو د محوه یا مهارولو د پاره تری کار واخلی. د ګلبدین صاحب په مشرۍ یو ګروپ یی ورله غرو ته ولیږلو چه شعار یی د اشغال ضد او… نور لوستل »