افغانستان

نيويارک ټايمز: سي ای اې په افغانستان کې د نوې تګلارې او چلند په خپلولو فکر کوي

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ په توندېدو امريکايي او نورې غربي رسنۍ نږدې هره ورځ د افغانستان په موضوع لیکنې کوي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل وروستي رپوټ کې ويلي، چې د امريکا د مرکزي استخباراتو اداره «سي ای اې» له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د نوې تګلارې او چلند په غوره کولو فکر کوي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه زياتوي، چې د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ له پيلېدو سره سي ای اې د استخباراتي معلوماتو په راټولولو او په افغانستان کې د خپل ماموريت د سرته رسولو لپاره په نوو لارو چارو غور کوي.

د ورځپاڼې په وينا د امريکا مرکزي استخباراتو په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د شل کلن ماموريت پر مهال مهم رول درلود او اوس، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتو دي، سي ای اې د نوو لارو چارو او چلند په غوره کولو کې له ستونزو او سخت فشار سره مخ ده.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې امريکا به په افغانستان کې د خپلو عملياتو او هوايي بریدونو لپاره خپلې اډې له لاسه ورکړي او سي ای اې غواړي، چې په سيمه کې د خپل استخباراتي ماموريت د دوام لپاره نوې لارې چارې غوره کړي.

دا په داسې حال کې، چې د افغانستان په ګڼو سيمو کې د طالبانو پرمختګونو کې بې ساری زياتوالی راغلی او د رپوټونو له مخې په تېره يوه مياشت کې يې شل ولسوالۍ او لسګونه سترې قرارګاوې نيولي دي.
نيويارک ټايمز د سي ای اې د چارپوهانو له قوله ليکلي، چې د افغانستان اوسني وضعيت له مخې هلته د طالبانو د بيا واکمنېدو خطر شته.

په رپوټ کې دا نه دي ويل شوي، چې د سي ای اې د عملياتو نوې تګلاره به څه وي، خو غربي رسنۍ وايي، امريکا پلان لري، چې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه په افغانستان کې د خپل څار سيسټم فعال کړي او د اړتيا پر مهال له هغه ځايه په افغانستان کې عمليات وکړي.

ځينې داسې رپوټونه تر لاسه شوي، چې امريکا خوست او پکتيکا ته څېرمه په پخوانيو قبايلو کې د پوځي اډو جوړولو هوډ لري، خو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو خبرداری ورکړی، چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه امريکايي اډې داسې معنا لري، لکه چې بګرام او هلمند کې چې وي.

طالبانو ويلي و، که له دغو اډو پر افغانستان يرغل وشي، افغانان به يې پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشي او د پخوا په څېر به خپل تاريخي مسؤوليت ادا کړي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې امريکايي چارواکي له پاکستاني مسؤولينو سره په اړيکه کې دي، خو د پاکستان «ډان» ورځپاڼې او د امريکا غږ اردو څانګې د امنيتي سرچينو په حواله ويلي، چې پاکستان امريکا ته د اډو له ورکولو نټه کړې او ويلي يې دي، چې دوی نه غواړي د نورې جګړې برخه وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا او طالبانو جنګ د صلیبی جنګ اخری نتیجه وه چه مسلمانان بریالی او صلیبی لښکر بیا د نهایی او اخری ماتو سره مخ شول شل کاله یی د خپل ټولو وحشتو کار واخست نه یوآځی ګټه یی ورته ونه کړه هر ډول وحشت کارولو د لا ډیرو تاوانو سره مخ کړل. همدغه سی ای ای څه چه موساد، ام ای سکس او د ټولی صلیبی نړی په استخباراتو سربیره د منافقو عربی غلامانو، جنیایانو، روسانو، هندوانو او ترکانو مستقیمه او غیره مستقیمه لاس اړونه هم ورسره وه له مور او پلار بمو تر کارولو بیا هم تیښتو ته… نور لوستل »

ملا جانان

د سي آی اې څخه خپل کار پاته دی. ایله بیله کارونه یې پیل کړي دي. پر تګلاره باندي غور کول د امریکا د کانګریس او د مشرانو جرګې کار دی. سي آی اې دي دغومره ځواني وکړي چي د افغانستان حالات دي سم سم راټولوي او تر هغوئ دي یې رسوي. هلته ښه پوه او تعلیمیافته خلګ ناست دي چي په دماغ کي یې یو څه سته. دلته سي آی اې تر اوسه هغه د ایم آی ۶ لخوا معرفي سوو پیرانو، د امریکایي ټوریسټانو لخوا معرفي سوو د ګرش د هوټلو شاګردانو او د خلیلزاد و حضرت صاحب… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x