نظــر

د احرار هوډ …!

ډاکټر احرار

دا د احرار هوډ دی چې حریت به په خپل سر ګټي!
دلته ټول زلمي د ځان په وینو خپلواکي ساتي!

د بریا او فتوحاتو په روان بهیر کې د خپلو اسلافو قربانۍ او ستړیاوې مه هیروئ، یقیناً دا د دوی قربانۍ وې چې د ټکنالوجۍ او ډالرو پلار د بمونو مور ته مو شکست ورکړ اوس یې د لاسپوڅو د جارو مرحله روانه ده د الله تعالی حمد او ثنا د تل یې خپل ناوسه بندګان د وس دارانو په وړاندې درولې دي او د ثبات طاقت یې ورکړی دی.

څه ډول د خپل رب شکر اداء کړو …!
یقیناً دا هر څه د څښتن جل جلاله په نصرت ترسره شوه، د مؤمنانو ایماني حجرې او لطیفې یو ځل بیا منورې شوې، د رب د کړیو وعدو تعمیل و چې خورا ښه منظره لري او اتلان دي چې له هسک نه یې نظاره کوي، د دې لپاره چې د ازادۍ او خپلواکۍ شکر مو اداء کړی وي د رب د بندګانو شکر اداء کړو چې تیر شل کاله یې ما او تا له لوږې، یخ او ګرمۍ څخه وساتلو، له دښمن څخه د حفاظت لپاره یې د خپل ناموس خوا کې وساتلو څومره غښتلي او قهرمان ملت، نه د طیارو پروا، نه د کمانډو، د رب کارونه او امتحانونه دي ما او تا به هلته ډیر خاموش و آن د ډیرې وارخطايۍ به مو د خپل رب یاد هم سم نشوای کولای ولې د خلاصون نه وروسته به بیا د حجرو په بانډار کې کیسه ډیره په خوند کوله چې (کله لومړۍ طیاره راغله او ما ملګرو ته وویل، بل ځل کمانډویان پیاده شول، په کورو دننه شول، هو ما د دوی ږغ اوریده بس نو څنګه مې کړي وای) دلته به بیا د نجات د فرشتو یادونه ډیره کمه وه، ملګريه زه خو پوهیدم ځکه زه درسره وم، زموږ او ستاسو ا
ولس یا د نجات فرشتې هر ماښام له ورته یو حالت سره مخ وې که نن یې موږ احسان او ننګ و نه منو څه ووایم چې رب دې بیا زموږ څخه ومني.

د هر ځای د فتحه کولو سره سم د امیر له لوري له ترحم نه ډکه عفوه او درګذر د روان په څیر جاري وساتل شي.

د شهیدانو او مخلصینو په کورونو د سیمه يیز مشر فوق العاده نظارت.

د خپلو اتباعو مجاهدینو طالبانو جدي مراقبت د لباس سیرت او صورت پلټنه په مجالسو کې د ځوانانو سره دوستانه او عامیانه مجالس له علوي او تکبر نه پرهیز د څڼو او بریتو معیار او مقدار په نظر کې نیول او د پاړسو نه ویل.

د عسکرو کورنیو او بچيو ته پیغور نه ورکول.

د هغه سپین ږیري پلار فوق العاده پوښتنه کول چې زوی یا زامن یې فاسده اداره کې وژل شوي وي.

د ولس د وس مطابق د هوساینې هڅه کول
د خلګو په کوټو او دوکانونو کې د یادګارونو نه لیکل.

بیځایه ویډیو او عکاسي نه کول.

په کوڅو او د ګودر خوا کې په هسکه غاړه نه ګرځېدل.

د سیمې د علماء کرامو قدر کول، که څه هم له مجاهدینو سره یې اړیکه نه وي لرلې.

په ولسواليو کې په خپلو درنو کلیوالو د کار او خدمت باور کول او خدمت او فعالیت ورته سپارل.

د عصري علومو له شاګردانو او محصیلنو سره روابط ساتل او هغوی ته د هیواد د اینده جوړولو او رغولو او د دوی د ونډې اهمیت ورته بیانول.

د مشرتابه له لوري په ټوله کې داسې څه اعلانول زما په اند ژر اعلانول چې ولس واک ولري د یو خاص میکانیزم له لارې د یو کمیسیون د مسؤلیت ترڅنګ د معاونت یا مشاورت پوسټونه عوامو ته سپارل.

دا هغه څه دي چې په تر سره کولو کې به مو د رب شکریه اداء کړې وي دا چې د اسلامي امارت مشرتابه تر ټولو منفور قشر جاسوس او ترجمان ته هم عفوه کوي د دې احترام ساتل هم دې ته اسلامي نظام او د اسلام د لغوي معنی مطابق سلامتي وایي.

ترڅو ولس وپوهیږي چې د طالب ټوله مبارزه د الله د دین د لوړوالي او د اشغالګرو د ماتولو په هدف وه نه د واک ته رسیدلو په موخه موږ باید هڅه وکړو ولس ځان واکمن او ډاډمن وګڼي.

شهیده سره پګړۍ مې یادګار شوه ورته پاتي!
تکړې تکړې طالب یم د خپل یار له یاده وځم!

څو اوشکې مستسعد پر خپل ګریوان ورته ډالۍ کړې!
تاثیر یې هیڅ ونکړ په اختیار له یاده وځم!
شهید مستسعد رحمةالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x