شعـــــرونه

قربان اقصی چيغې دې نه اوري څوک/ ريحان

شفاعت ريحان

بې تا بې زړۀ دي، نور دې خپله خوښه
شعرونه مړه دي، نور دې خپله خوښه

قربان اقصی چيغې دې نه اوري څوک
خلک ويده دي، نور دې خپله خوښه

دښمنان وژنې که ژوندي يې پرېږدې
ستا له کاله دي، نور دې خپله خوښه

د جانان ياده! زړۀ، وجود او سترګې
ټول په لمانځه دي، نور دې خپله خوښه

دا آيينه ده، بالا تۀ پوهېږې
او دا رانجه دي، نور دې خپله خوښه

د افغانانو دښمني ښۀ نۀ وي
په مه که نه دي، نور دې خپله خوښه

نو شفاعته! درد دې ولې سپړې؟
زړونه اوبه دي، نور دې خپله خوښه

شفاعت ريحان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x