افغانستان

ارزګان او بادغیس کې ۲۲۰ مسلح عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو لخوا د سترو پوځي مرکزونو او ولسوالیو د محاصرې او عسکرو د تسلیمۍ تیره ورځ به ارزګان او بادغیس ولایتونو کې ۲۲۰ دولتي عسکر او پولیس له خپلو وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، پرون سهار د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د قومندان غازي او قومندان غلام رسول په مشرۍ ۳۰ تنه مسلح له ۲۹ میله درنو او سپکو وسلو او زیاتو مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.

ددغو عسکرو له تسلیمۍ وروسته ماسپښین مهال د چنارتو ولسوالۍ ولسوال معلم فیض محمد، امنیه قومندان اخترمحمد او د استخباراتو مدیر شفیع  الله په ګډون ۱۰۰ تنه پولیس او عسکر له لسګونو میله وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شول.

په یو جلا خبر کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې پرون د بادغیس ولایت آبکمرې ولسوالۍ په «ګنده آب» سیمه کې سیمه د پولیسو او اردو دوه قرارګاوې نیولي، د پولیس قومندان عبدالرحیم او د اردو قومندان ګل میر له ۹۰ تنو عسکرو او پولیسو او خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو لخوا د ولسوالیو او سترو پوځي مرکزونو کلابندي او نیول په داسې مهال زور اخلي چې د قطر پلازمینه دوحه کې پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم له نسبتا ولاړ حالت څخه متحرک حالت ته داخل شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x