افغانستان

بغلان کې  موټربم چاودنې ۵۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د دولتي عسکرو په قرارګاه موټربم چادنه کې ۵۰ دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اووښتو  خبر ورکړل شوی دی.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري  وايي، تیره شپه یوه بجه د پلخمري ښار «باغ شمال» سیمه کې د موټربم په وسیله شوې ده.

که څه هم نوموړی ادعا کوي چې موټربم یې له چاودنې مخکې په نښه کړی او په ترڅ کې یې ۶ عسکر وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دغه موټربم چادنه کې ۵۰ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې او په قرارګاه کې ولاړ ۱۵ عرادې ټانګونه او رینجر موټرونه ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې د بغلان ولایت په څو ولسوالیوکې د دولتي عسکرو او طالبانو ترمنځ شدیدې جګړې روانې دي او درې ولسوالۍ د طالبانو لخوا محاصره دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دغه ډول بریمن خبرونه باید د سولې څار تر پوښښ لاندې خپاره شي ځکه ګوډاګیان په بله ژبه سرونه نه خلاصوي اود یرغلګرو له وتلو سره هم مهاله د طالبانو څخه د استرحام فرصت (چې ظاهرا بین الافغانی مذاکرات بلل کیژي) د تل لپاره له لاسه ورکوي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x