افغانستان

طالبانو په تخار کې یوه بله ولسوالي هم ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د هېواد شمال لویدیځ کې د ګڼو ولسوالیو نیولو نه وروسته طالبانو داځل په شمال ختیځ کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په تخار ولایت کې یوه بله ولسوالي هم نیولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن ماسپښین یې د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او نور اړوند ټول تأسیسات نیولي او دولتي عسکر یې له یادې ولسوالۍ څخه په شاتمبولي دي.

یوې سیمه ییزې سرچینې هم رسنیو ته تایید کړه، چې طالبانو نن د پنجشنې په ورځ ماسپښین ۳ بجې د اشکمش ولسوالۍ مرکز نیولی دی.

د سرچینې په خبره په دغه نښته کې د اشکمش ولسوال سید مقتدر په ګډون ۱۱ عسکر ټپيان شوي او څلور نور ټپیان دي.

د تخار د والي ویاند هم د ولسوالۍ د سقوط خبره تاییدوي او زیاتوي چې هوايي ځواکونو په سیمه کې په طالبانو هوايي بریدونه پیل کړي او هڅه کوي چې یاده ولسوالي بیرته تر خپل کنترول لاندې راولي.

طالبان په داسې مهال د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ مرکز نیسي چې دوه ورځې وړاندې ددې ولایت چاه آب ولسوالي هم طالبانو ونیوله او ددې ترڅنګ یې مرکز تالقانو ښار باندې هم د کلابندۍ کړۍ راتنګه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

د کابل ادارې خرمستو ګوډاګیانو !

په خپلو ځانونو، اهل او کورنیو رحم وکړی او له طالبانو څخه د استرحام په لټه کې د نجات وروستي فرصت له لاسه مه ورکوی،.

ملا جانان

دا په شمال کي ناببره سریع فتوحات خدای دي وکړي چي اوږدمهاله او تلپاته وي. الله دي د شمال هغه پخوانۍ غمیزي نه تکراروي. پکارده چي طالبان په شمال کي یوازي پر پښتنو ملګرو باندي پوخ اعتماد وکړي. دا د هزاره ګانو، اوزبکانو او تاجکانو ملګرتیا لکه پردی کټ د نیمي شپې پوري وي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x