دیني، سیرت او تاریخ

اسلام؛ لومړی متمدن سوچ او متمدن فهم!(لومړۍ برخه)

استاد محمد زمان مزمل

اسلام لومړی متمدن سوچ:
د اسلام نه مخکې ټول ادیان په تېره اسماني ادیان زیات یې په یؤ محلي محدود قلمرو او یا جغرافیه کې پیدا او د پیروانو نه یې یؤ متعهد ماحول کړی را روان وو.

که څه هم په غیر اسماني ادیانو کې د بودایې مذهب په سوچ او عمل کې په تېره په اوږده کوشاني امپراتورۍ کې په یؤ نسبي ډؤل د یوې متنوع جغرافیې سره په هند، چین او افغانستان کې تعامل د یؤ متمدن سوچ یؤه ابتدایې برخه درلودله ولې د یؤ غوره نظام ډېر څه یې په محتوا کې نه لیدل کېدل باقي نور ادیان نظر د بشریت د وخت شکېدلې جغرافیې ته هر دین په یؤه محدوده جغرافیه کې له خپلو پیروانو سره د سوچ او عمل په سطحه پیدا او پنا شول.

یواځینی اسماني مذهب نظر د بشري تکتُل را روان تراکم د ضرورت له مخې هغه اسلام وه چې په یؤه متمدن سوچ کې د ټول بشریت لپاره یې د واحد سوچ او د بشري پرګنو ګډ ژوند ډېر څه له ځان سره راووړ.
وما ارسلناک الا رحمة للعالمین.
عالمین واژه نه دا چې د ټول بشري ملتونو ته شامله ده بلکې په هغه کې ټول حیوانات او نور څه هم شامل دي.

وَما أَرسَلناكَ إِلّا كافَّةً لِلنّاسِ بَشيرًا وَنَذيرًا وَلٰكِنَّ أَكثَرَ النّاسِ لا يَعلَمونَ.

پای د مکې په تنګ بومي ماحول کې چې د وخت د امپراتوریو په منځ کې له توجه ډېر څه یې نه درلودل په دغسې یؤ ماحول کې دا مذهب په دې نړیوال سوچ پیل وکړ:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ.

د اول ځل لپاره په دغسې يؤ لوی سوچ کې اسلام د مدعو امت د مخاطب کولو لپاره د ناس واژه استخدام کړه او باقي ټولې لارښوونې په همدغه لوی سوچ کې په تدریج هم تبلیغ شوې او په مُتنوَعْ قلمرو باندې د اسلام د تسلط په دوران کې هم تبلیغ او هم تطبیق شوې.

دا چې مدینې ته د پیغمبر ﷺ په تګ د یهودو سره د مدینې د دفاع ګډ تړون ته پیغمبر لاړ دا په دې اړه هغه اولنی نړیوال پیغام وه چې دا دین د خپلو پیروانو پرته د نورو سره د تعایُش ظرفیت لري.

دا چې د پیغمبرﷺ د دعوت په مرحله کې او بیا په مدینه کې د یؤې ابتدایې دارالخلافې په تأسیس کې سلمان، خبیب او د انصارو او مهاجرینو مکه والو او مدینه والو د متفاوت کلچرونو د ذوب هر څه په مدینه کې پیل شول دا هغه څه و چې پیغمبر پخپل صف کې د ابابکر او حضرت عمر تر څنګ د سلمان، خبیب، بلال او نورو عادي او بېګانه مسلمانانو په برابر درولو ددغه متمدن سوچ اول زړی کېښود او هومره یې ودې ته توجه وکړه چې د اسلام د تاریخ تر ټولو مخکښ خلیفه حضرت عمر به پخپل خلافت کې د بلال د نوم اخستو په مهال هغه ته سیدنا بلال ویل.

په اسلام کې د متمدن سوچ څلور قوي فکتوره له اولویتونو په حساب مطرح شول:

اول فکتور:
توحید ته دعوت د یؤ واحد خدای سوچ

دویم فکتور:
د واحد انسانیت فکتور چې انسانان د یؤ مور او پلار نه پیدا او په خپلو کې د تقویٰ او معنوي ارزښتو پرته برابر وګړي دي.

درېیم فکتور:
د یؤ برابر او شامل نظام تطبیق یعنې ټول وګړي د شریعت په وړاندې برابر حیثیت لري.

څلورم فکتور:
د واحد رسالت فکتور چې مسلمانان په ټولو ادیانو ،کتابونو او رسولانو باور لري.
همدا فکتورونه د همدغه متمدن سوچ هغه د پیل او دوام نقطه شوه چې په نیمه پېړۍ کې څو امپراتورۍ ماتې او د بین القرایې لویې جغرافیې قلمرو یې ځانته جوړ کړ.
همدا وجه ده چې په قران کریم کې د ادیانو او نورو پیغمبرانو په رابطه هومره بحث شوی چې په خپله د عربو او پیغمبر په هکله پکې نه دی شوی.

اولنۍ تصحیح!
کله چې پیغمبرﷺ له دنیا رحلت وکړ او حادثه درنه او پارونکې وه د همدې ځایه په دارالندوه کې په ټولو انصارو کې بومي یا قبایلي سوچ وغځېد او غوښتل یې چې د خلافت مسئله د مدینې د ښار او ځمکې په حساب د مدینوالو حق وګڼي، ولې دا ابابکر رضي الله عنه او حضرت عمر رضي الله عنه وه چې د یؤ شریک سوچ په حساب یې د یؤ جامع او اَصْلح انتخاب چې یؤ د پرګنو قناعت ورسره غوټه خوړلې وه هغه څوک پکې انتخاب شو چې د پیغمبرﷺ په ژوند یې د مشرۍ لپاره ډېر ثبوتونه پرې ایښي وه چې د همدې ځایه لوی عمر په دې لنډ استدلال چې څوک شته چې د ابابکر نه مخکې روان شي د انصارو په نه ویلو حضرت عمر رضي الله عنه د بیعت لاس ابابکر رضي الله عنه ته وړاندې کړ او ټوله مدینه په همدغه متمدن سوچ چې خلافت د امت حق دی قومي او میراثي پدیده نه ده امت په همدغه بنیاد د اسلام د خلافت بنیاد کېښود.

په ابتدا کې ځینو سره هڅه وه چې خلافت ارثي د یؤه قوم د یؤې کورنۍ حق کړي ولې دا سوچ د اسلام نه په متمدن فهم اکثریت رد کړ.

د تصحیح دویمه هڅه!
کله چې حضرت معاویه رضي الله عنه خپل زوی یزید ولیعهد او بیا هغه واکمن شو هلته ددغه غلط فهمۍ د تصحیح په هڅه کې د صحابوو اکثریت ناراض او بیا په دویم قدم کې عبدالله ابن زبیر او په درېیم قدم کې امام حسین خپل عکس العملونه وښودل.

که څه هم دا غبرګونونه تر منزل ونه رسېدل ولې دې سیاسي غبرګونو وښودله چې کار هغسې په یؤ متمدن او اصلح سوچ ندی روان.

درېیمه تصحیح!
کله چې اموي خلافت په یؤ بد تدریج کې په سیاسي لحاظ د عرب نژاد په برترۍ خپل هر څه بناء کړل په امت کې په دې اړه متعدد عکس العملونه ایجاد شول چې تر ټولو ښاغلی او عملي عکس العمل پکې د افغانستان د ابومسلم خراساني سیاسي جهاد وه هغه چې د عربي نژاد د برترۍ پلویان یې له خپلې پلازمینې په کډه کړل او د هغو ځای عباسي خلافت ونیوه.

دا چې یؤ غیر عرب مشر او غیر عرب پرګنې د عربي خلافت پر ضد راپورته شول او په خپل وخت کې پرته له دې چې یؤه فتنه پکې ایجاد کړي د یؤ لوی تحول بنیاد کېښودل شو.

دا خپله ښئي چې د اسلام په دننه کې عجمان هومره د امت جدي برخه ګرځېدلي وه چې هغوی په اشتباوو کې تللي عربان تصحیح کړل او همدا د اسلام د متمدن سوچ لوی ثبوت دی چې په تاریخ کې غیر عرب سیاسي او علمي شخصیتونه د عربانو دوه برابره بلکې تر دې هم زیات رامنځته شول.

صلاح الدین ایوبي په خپل عظیم شخصیت کې یؤ کردی مسلمان وه، محمود غزنوي، شهاب الدین غوري، طارق بن زیاد، سهم بن مالک او قزل ارسلان چې هر یؤ یې په خپل وخت کې د یؤ لوی قومندان او یؤه امپراتور نفوذ درلود دا ټول غیر عرب عجم او بربر وه.

نوربيا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

بارک الله فیکم مزمل صاحب

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x