شعـــــرونه

ته لږ صبر/خروټی

شکن خروټی

پرهرونه به دې شمار شي خو لږ صبر
ناوې! جوړ به دې سینګار شي، خو لږ صبر

ازادۍ! لاس به دې واړوم په غاړه
دا سړی به درته هار شي، خو لږ صبر

ازانګه ده د بلال د اذانونو
د وحشت شپه به سهار شي، خو لږ صبر

د یاغي باغي دوښمن زور به اوبه شي
هر یو ځواک به یې مهار شي ، خو لږ صبر

د تن وینې ورکوم په مینه مینه
دغه دښتې به ګلزار شي ، خو لږ صبر

دا سړی به دې دردونو ته دوا شي
دا سړی به دې په کار شي خو لږ صبر

که تاریخ مې ژبه بنده په وفا کړه
نو ګواه به دغه دار شي، خو لږ صبر

هر یو بیت د عقیدې په تار تړمه
هر غزل به مې شهکار شي خو لږ صبر

مجبوري مې د حالاتو ده شکنه
دوست به دوست شي، یار به یار شي، خو لږ صبر

شکن خروټی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x