د روژې مبارکه میاشت

د روژې درویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی….. نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . »
روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی غفلت ، سُستي او بې پروایي کړې وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . نو دا هم درویشتمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).

زموږ لپاره د رسول الله (ص) ژړا

حدیث دی چی يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم وژړل . اصحابو کرامو ورته وويل : اې د الله رسوله (ص) ! څه شي و ژړولې ؟ ويې فرمايل : وروڼه می را په یاد سول . ورته ويې ويل چی آيا موږ ستا وروڼه نه يو ؟ ويې فرمايل : یا ، تاسی می اصحاب يا ملگري ياست . وروڼه می هغه كسان دي چی تر ما وروسته راځي ، زه به يې نه يم ليدلئ خو ايمان به راباندی راوړي ( الدارمی ؛ الطبرانی ؛ الحکیم ) .
هو ، الله (ج) دی موږ د رسول الله (ص) د رښتينو وروڼو او مينه والو څخه وگرځوي . د « ورور » کلمه ډیره مهمه او ستره ده . پر پیغمبر علیه السلام باندی موږ د وروڼو غوندی ګران یو . هغه (ص) خو زموږ او ستاسی لپاره ژړل خو موږ یې طریقه او سلیقه په باک نه راوړو حال دا چی په ظاهره یې ځانونه امتیان او لارویان بولو او د اسلام تش په نوم ټېکه داري کوو . نو بهتره دا ده چی په ځانو کی دا کرامت او شهامت پیدا کړو چی زموږ لپاره د رسول الله (ص) د دې خواخوږۍ او ژړا بدله ورکړو یعنی ځانونه عملأ د هغه (ص) وروڼه او خویندی ثابت کړو .

شیطان څنګه انسان غولوی ؟!

کوم انسان چی د ایمان څښتن وی هغه شیطان مخامخ داسی نسی خطا ایستلای چی ته ایمان پریږده ، لمونځ مه کوه او روژه مه نیسه . یو د ایمان څښتن هم داسی نه سي غولولای ، ځکه شیطان پوهیږی چی دغه کس د ایمان څښتن دی ، که هغه ته داسی وویل سی چی ته ایمان پریږده ، لمونځ مه کوه او روژه مه نیسه نو دغه کس هیڅکله د داسی خبرو منلو ته تیار نه وی .
نو شیطان پر انسان باندی بیلابیلی حربې ازمایی داسی چی د ایمان څښتن دا اوریدلی وی چی پلانی کار او عمل خو نیک دی او هغه باید وکړم . اوس نو شیطان هغه غولوی چی دغه نیک کار کول ضروری دی لاکن بیړه او تلوار ولی کوې ؟ دئ د ځان سره وایی چی نن لږ مصروف یم پلانی کار کوم ، سبا به په دې کار پیل وکړم . کله چی سبا راورسیږی نو شیطان دوکه ورکوی چی نن پلانی عذر پیښ سو سبا ته به یی پیل کړې . بس په سبا سبا کی دغه نیک کار وځنډول سی او هیڅکله سبا نه راځی .
که ته د قرآن د تلاوت اراده وکړې خو ویې ځنډوې ، که د خیرات او صدقې نیت وکړې خو په زړه کی تردد او ځنډ درولویږی ، که د ذکر ، تسبیح او دعاوو خیال ولرې خو په دې او هغه ( ناحقه ) عذر یې وځنډوې ، که د نفل اراده وکړې خو ادا یې نکړې….. نو پوه سه چی دا هر څه په ظاهره ستا ځانی کهالت دی خو اصلأ شیطانی شماتت دی .
هو ، دا د شیطان حربه ده چی د ایمان پر څښتن یی ازمایی . کله نا کله یو انسان هم داسی درته وایی چی بیړه مه کوه بیړه شیطان کړې ده . په دې ډول شیطان هغه  کس استعمال کړ خو پر تا یې خپله نقشه او حربه غیر مستقیم عملی کړه . نو په تا به د همدې نیک عمل په کولو کی څو ورځی تیری سوي وی خو شیطان به ډیر خوشحاله وی .
نو باید په زړه کی د شیطان وسوسې ته لار ورنکړو ، بلکی مصمم او جدي اوسو ، د نن یا دمګړي کار سبا یا بل وخت ته معطل نکړو . ژوند ډیر لنډ دی ، داسی نه چی په زحمت ګټلی بریاوی وړیا شیطان ته ورکړو . الله دی نجات راکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x