افغانستان

ترکیه د کابل هوایي‌ ډګر د خوندي ساتلو په بدل کې مالي او نظامي‌ مرستې غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له افغانستانه د امریکايي‌ او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د نړیوالې ټولنې ټول تمرکز د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت په خوندي کولو دی، ترکیه وایي، د کابل هوایي ډګر د امنیت خوندي کولو ته چمتو ده؛ خو په دې لاره کې مالي‌ او نظامي مرستو ته اړتیا لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو» په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې پاتېدل او هلته د شته امنیتي‌ تشو ډکول، یوازې د یوه هیواد دنده ده، بلکې د ټولو لورو مسئولیت دی او ددې کار لپاره مالي او نظامي مرستو ته اړتیا شته.

نوموړي ویلي‌‌ «په افغانستان کې پاتې کېدل داسې مسئولیت نه دی، چې یوازې یو هیواد یې دې سر ته ورسولای شي، هلته نه یوازې امنیتي‌ ننګونې شته، بلکې پراخ مصارف هم غواړي، چې باید سره شریک کړل شي.»

د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت د خوندیتوب اندېښنې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ په ډېره چټکۍ روانه ده او ښایي د روان میلادي‌ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړه شي.

تر دې دمه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پنځوس سلنه بشپړه شوې او زرګونه امریکایي‌ او ناټو عسکر له افغانستانه وتلي دي.

پنټاګان وایي، په افغانستان کې د ډيپلوماټیک ماموریت د دوام لپاره د کابل هوایي‌ ډګر خوندیتوب اړین دی، خو لا هم څرګنده نه ده، چې کوم هیواد به دې مسئولیت ته اوږه ورکړي.

ترکیه چې یو اسلامي هیواد دی، د ناټو په ماموریت کې یې برخه درلوده او پر افغانستان د جګړې په مهال یې پوځيان افغانستان ته راغلي وو؛ خو تر ډېره په نظامي ماموریتونو کې ښکېل نه و، او طالبانو هم د نورو بهرنیانو په څېر چلند نه ورسره کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ترکانو ته هوایي ډ‌ګر سپارل یانې جنایتکار دوستم ته په ښار کې د ملیشو د نفوذ/انتقال خوندي لار برابرول دي.

د اردوغان سد به هغه مهال سر ته راشي چې عسکر یې د پخوا خلاف د وحشي ګلم جمو په تول سرونه بایلي.

Adam Khan
Wake up Talib Jan

I believe they are keeping the airport safe and secure to make sure the 
Kabul Admin can leave the country safely if needed.
Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x