افغانستان

فراه کې د دولتي عسکرو په توپچي برید یو ماشوم شهید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو کې د یو ماشوم د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.
د سیمې خلک وايي، وړمه شپه دولتي عسکرو د بالابلوک ولسوالۍ په «کنسک» سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو د ډیسي توپونو او هاوانو ړندې ډزې کړي، چې له امله یې یو د خان محمد په نوم د یو ځايي اوسېدونکي ماشوم(عزت الله) شهید شوی او پلار یې ټپي شوی دی.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې پر ولسي خلکو او عامه ځایونو بمباریو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x