ورزش

افغان لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې کرکټ سیالیو لپاره تمرینات پېل کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورد خبر ورکړی چې یو شمېر افغان لوبغاړو په کابل کرکټ لوبغالي کې د پاکستان لوبډلې راتلونکو سیالیو لپاره تمرینات پېل کړل.

د کرکټ بورډ د خبر له مخې، په دغه روزنیز کمپ کې ۳۰ لوبغاړي برخه اخلي چې تر ۱۵ ورځو به دوام وکړي.

په یاد کمپ کې به افغان لوبغاړو ته د روزونکو له لوري په توپ وهنه، توپ اچونه او ډګر ساتنه کې ځانګړي تمرینونه ترسره شي، خو ددې سربېره به د لوبغاړو فټنس او وړتیا ته هم پاملرنه وشي.

په پام کې نېول شوې چې دغه چمتو والی د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ لوبو په لړ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو په موخه کیږي.

د کرکټ بورډ په وینا، یاد کمپ ته د چټک توپ اچونکو پروسې (هنټ) څخه هم پنځه غوره توپ اچونکي اخیستل شوي، تر څو د تجربه لرونکو لوبغاړو سره د مهارت لوړونې په پروسه کې برخه واخلي او له ملي لوبغاړو او روزونکو ګټه پورته کړي.

د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د یاد کمپ په اړه وايي: یاد روزنیز کمپ د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره د لا ډیر چمتوالي په موخه په لاره اچول شوی، ترڅو د ملي روزونکو لخوا د لوبغاړو په تخنیکي برخو کار وشي.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان سره لوبې زمونږ لپاره ډیرې اړینې دي او زمونږ ټوله هڅه به دا وي چې په دغو سیالیو کې په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړو او بریاوې ترلاسه کړو.

کرکټ بورډ وایي چې دغه روزنیز کمپ ته لوبغاړي د غوراوي پروسې د معیارونو لکه: ډسيپلین، تکړښت او پخوانۍ کارکردګۍ ته په پام کې نېولو غوره شوي، او یوازې هغه لوبغاړي چې د تکړښت یا YO-YO ټیسټ کې بریالي شوي د ګډون حق ترلاسه کړی دی.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ لوبډلې په وروستیو ۱۶ میاشتو کې یوازې ۶ یو ورځنۍ او ۲ ټیسټ لوبې ترسره کړي دي، په یاده موده کې یې د هیڅ سترې لوبډلې پر وړاندې سیالۍ نه دي ترسره کړي، په داسې حال کې چې د هندوستان او سریلانکا پر وړاندې یې سیالۍ لغوه شوي دي.

ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې به راتلونکې سپتمبر میاشت کې ترسره شي. ددې سربېره د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک روان کال د استرالیا، هند او ویسټ انډیز پر وړاندې هم د سیالیو پخلی کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x