ورزش

راشد خان د پاکستان سوپر لیګ په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو سوکه توپ اچونکي راشد خان په پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ چې د اوږد ځنډ وروسته په عربي اماراتو کې پېل شوي، راشد خان په پرلپسې دوه لوبو کې لوبډلې ته دوه بریاوې ورکړې او دوه واره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

که یوه لوري ته راشد خان د ۵ ویکټو اخیستلو نوی ریکارډ خپل کړ، خو بل لوري ته یې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه په پنځه لوبو کې ۳ واره د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړې ده.

راشد خان د پېښور زلمي لوبډلې پر وړاندې لوبه کې څلور اورونه ترسره کړل، چې د ۲۰ منډو په بدل کې يې ۵ مهم لوبغاړي وسوځول.

هغه په تجارتي سیالیو کې په لومړي وار په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول. راشد خان له ۲۰۲۰م کال راهیسې تر ټولو زیاتې «۸۶» ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی.

له دې وړاندې خان وړمه ورځ د اسلام اباد یونیټډز لوبډلې پر وړاندې په ۴ اورونو کې يوازې ۹ منډې ورکړې وې او یوه ویکټه یې اخیستې وه، ددې سربېره یې په وروستي اور کې ۳ پرلپسې څلوریزې ووهلې او لوبډلې ته یې سخته بریا ورکړې وه.

د راشد خان په شتون د لاهور لوبډله یوازې له ۶ سیالیو وروسته وتوانېدله د پاکستان سوپر لیګ سیالیو دوهم پړاو (پلی آف) ته لار ومومي، یادې لوبډلې په ۶ لوبو کې ۵ ګټلي او د جدول په سر کې ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x