افغانستان

طالبان: که ترکیه په افغانستان کې پوځيان پرېږدي، افغانان به د نورو «اشغالګرو» په څېر چلند ورسره وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام د نړیوالې ټولنې ټول تمرکز د کابل هوايي ډګر د امنیت په خوندي کولو راټول دی او داسې راپورونه شته چې ښایي ترکیه دې کار ته را وړاندې شي؛ طالبانو ویلي، هیڅ بهرني هیواد ته اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې په یوه او بل نامه پوځیان وساتي.

امریکا وایي، په افغانستان کې د ډيپلوماټیک ماموریت د دوام لپاره اړینه ده چې کابل هوایي ډګر امنیت تامین شي او ترکیه وایي، چمتو ده دا کار وکړي؛ خو که نړیواله ټولنه ورسره مالي او نظامي مرستې وکړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» دې راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، چې هیڅ بهرني هیواد ته به اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې پوځیان وساتي.

نوموړي ویلي «موږ به هیڅ بهرني پوځي ته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورنکړو، که هغه د ترکیې وي که د امریکا، که په هر نامه وي. که ترکیه دا ډول اراده لري، نو اسلامي امارت به یې په وړاندې ودرېږي او هیڅ بهرنی پوځي به په افغانستان کې ونه مني.»

د مجاهد په خبره، ترکیه د ناټو تړون برخه وه او شل کاله دلته په جګړه کې پاتې شوې، نو ځکه هغوی باید «تېروتنه» ونکړي او که چېري د ترکیې پوځيان دلته پاتې شي نو «افغانان به همداسې چلند ورسره وکړي، څه ډول چې يې له نورو اشغالګرو سره کاوه.»

ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر یو بل ویاند «سهیل شاهین» رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې ترکیه او افغانستان ښې اړیکې لري او په راتلونکي اسلامي نظام کې به دوام پيدا کوي، خو دده قول، د ترکیې له لوري د پوځیانو پاتې کېدل په افغانستان کې د منلو نه دي.

ترکیې ته د طالبانو ګواښ وروسته له هغه دی، چې د امریکا دفاع وزارت وایي،د کابل هوایي ډګر د امنیت د خوندیتوب په اړه بحثونه روان دي، خو لا هم څرګنده نه ده چې مسئولیت به یې کوم هیواد ته وسپارل شي.

تېره ورځ د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو» وویل، هیواد یې د کابل هوايي ډګر د امنیت خوندي کولو ته چمتو دی؛ خو دا کار مالي او نظامي مرستې غواړي، چې نړیواله ټولنه یې باید وکړي.

د کابل هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر دې دمه نږدې پنځوس سلنه بشپړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

په شیر مو رحمت طالبانو کرامو!

احمد

مشرانو ته اسلام علیکم ورحمت الله لوی الله مو حفاظت وکوه الله تعالی دې تاسو ته دمزید خدمت توفیق در نصیب کړي په دغه خبرې سره مو چې هیڅ کوم بهرني هیواد ته به په یوه نامه او بل نامه اجازه دپاتې کیدو ورنکړئ د کفري نړۍ ورستۍ دسیسې ته مو ماته ورکړه او زمونږ زړونه مو دومره خوشاله کړل چې حد یې نشته الله مو کامیابه او سر لوړي لره زنده باد زنده باد او بیا هم زنده باد

سرفراز

کلک او غښتلی دریځ دکاڼی کرښه ده هیڅ بهرني عسکر هغه که مسلمان او یا کافر وی دافغان په پاکه خاوره دپاتی کیدو اجازه نلری موږ بهرنیو عسکرو ته په خپل هیواد کی هیڅ اړتیا نلرو که بیا هم کوم هیواد دا شوم پلان دپیسو او یا نورو امتیازاتو په مقابل کی ولری افغانان به بیا هم داسی درس ورکړی لکه پدی شلو کالو کی یی چی اشغلګرو ته ورکړ که کوم بل هیواد ډوزماران فیشنی سیکولران او غله چورواکی ګلمجمان میخکوبان په کار وی نو موږ به یی ورکړو هغوی د یی خپلو ملکو ته بوزی

جلال

ان شاءالله و بعونه. حسبنا الله و نعم الوکیل

احمد

دې کفري نړۍ منافقت ته ګورۍ چې له یوې خوا وایي مونږ افغانستان ته درې لکه اردو او پولیس روزلي چې د دوی وینا له وطن نه دفاع کوئ شي له بلې خوا بیا دا درې لکه پولیس او اردو باندې دوی دومره بې اعتباره دي چې اقلا دا یو میدان هم نشي ساتی بیا نو له دا سي فاسده اداري څخه ملاتړ کول د دوی له خرتوبي بل څه کیدی شي . مشرتابه دې هیڅ یوه هیواد ته اجازه نه ورکوي که هغه هر ملک او هر څوک وي دا به داشغال معنی لري . مګر په یوه قانوني… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ

وروره دوى هسى مجاهدين بيروى دوى په دمکيودملحدخليلزادپه واسطه دملحد غنى دنوکه ځاى پيداکوى

ګل احمد

دا وایي چي د جرمني په یوه ښار کي د شپې د یوې جرمنۍ ښځي د کور دروازه وټکول سول. چي ښځه راووتل نو بل څوک نسته او په دروازه کي یو ښه صحت منده نوی ځیږیدلی ماشوم پروت دی. ښځي ماشوم واخیستی او لوی یې کړ. چي ځوان سو نو د خپلي کلیسا پادري ته ورغلل او ورته وې ویل چي دا ماشوم اوس ځوان سوی دی غواړم چي دده نژادي ریښه پیدا کړم چي اوس دا د مسلمانانو ماشوم دی، د عیسویانو دی د یهودۍ کورنۍ دی چي هغه خپل د مور او پلار دین تعقیب کړي. پادري… نور لوستل »

جلال

وروره عدالت نه مه تیریږه. مسکین جمال خاشوقجی خو د مجرم او فاسق ابن سلمان په امر د سفارت په داخل کی قتل او ټوټه وشول. خو د ترکیی حکومت منسوبین چی اکثر مسلمانان دی، باید چی دا تاریخی خر گری او غباوت ونکړی، داسی نه چی د الله په زور د ترکیی بیا خرابیدو بیا له افغانستانه شروع نه شي. هغه کار چی مونږ له ۱۶ کالونو راهیسی د «نه عملی کیدو» دعاګانی کوو. الله اکبر و توکل علیه. حسبنا الله و نعم الوکیل

طوطی

یار دا په عکس کی څلور طالبان ماته تر ټولو ## ښکاری. والله العلم

مجاهد

طوطی جانه ، وخت دی نزدی دی ډیر ژر به درنه طالبان ښارو جوړه کړی

مجاهد

تر نورو اشغالګرو به هم بدتر چلند ورسره وکړی . دا هم په یاد ساتی چه ترکیه هم لوی اسلامی هیواد دی حکومتی مشران یی سکولر او د عیسویانو او یهودانو غلامان دی عوام یی سره د دی چه د مصطفی کمال خبیث الحاد دوره ورباندی تیره شوی مګر اربکان رح بیا سنت کړل مګر انګریزانو د عدالت ګوند دننه د اردوغان په نوم بل اتاترک بکی وروزلو او وکارولو . اردګان په شکاره د عدالت اسلامی ګوند ، د ترکیی مسلمان ولس هم د اسلام په نوم او میرمنی ته د یو پوړنی په سرولو خطا باسی او اوس… نور لوستل »

جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
بلى، بلكل بايد چى همداسى وشي.
تركيه بايد چى په دي آخر وخت د شيطان دوكه ونه خوري او له نور حرامي اشغالگرانو سره بايد چى بى چون او چرا نه ځان له مونږو پاکو خاورو نه ورک کړی.
دا چی وروسته افغانان څه تصمیم نیسی، چی کوم هیواد سره څومره روابط ولری، هغه به ان شاءالله د خپلو افغانانو مستقل تصمیم وي او هیچ چا ته ان شاءالله د مداخلی اجازت به نوی. الله اکبر

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x