افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: د عسکرو تر ایستلو وروسته د کابل حکومت عسکرو هوایي ملاتړ ستونزمن کار دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د بهرنیو پوځيانو د وتلو له پروسې سره هم مهاله د امریکا دفاع وزیر «لویيډ اسټین» ویلي، چې که بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي، نو ستونزمنه به وي چې امریکا د کابل حکومت عسکرو هوایي ملاتړ وکړای شي.

اسټین د کانګریس استماعیه غونډې ته په پرونۍ وینا کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پروسې له دوام سره، سره یې په سیمه کې د کابل حکومت له عسکرو ملاتړ روان ساتلی؛ خو دده له قوله، دا به ډیره ستونزمنه وي،چې د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته هم د هغوی هوایي ملاتړ دوام پیدا کړي.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې د طالبانو له لوري د کابل او یا نورو مهمو ښارونو د سقوط په مهال به امریکا د افغان عسکرو لاس ونیسي که نه؟ څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د پوځیانو تر ایستلو وروسته امریکا په سیمه کې دومره وړتیاوې نه لري، چې د افغان عسکرو هوایی ملاتړ وکړي.

اسټین ددې تر څنګ د افغانستان په ګاونډ کې د پوځي اډو د موندلو په تړاو د امریکا له هڅو خبر ورکړ او په خبره یې، لا هم په همدې تړاو بحثونه روان دي.

د امریکا د دفاع وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو لړۍ روانه ده او د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه پنځوس سلنه بشپړه شوې.

امریکا که څه هم د روان میلادي کال د سپتمبر یوولسمه د عسکرو د ایستلو وروستۍ نېټه یاده کړې، خو د هغوی د وتلو د پروسې چټکوالي ته په کتو داسې ښکاري، چې په راتلونکې میاشت کې ښایي دا لړۍ پای ته ورسېږي.

ورته مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو او حکومتي عسکرو تر منځ درنې جګړې روانې دي او طالبان توانېدلي، په یوه میاشت کې تر شلو زیاتې ولسوالۍ په خپل کنټرول کې واخلي او دولتي عسکر شا تګ ته اړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

داستین بل ټکی چه د درون الوتنی اوڅار او هم هوایی بمبار له خلیجی اډو شروع سوی دی ندی لیکلی سوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x