افغانستان

د بادغیس قادس ولسوالۍ کې ۵۲ عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د باغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په یو کاروان له بمي چاودنې وروسته ۵۲ عسکر له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، تیره شپه د قادس ولسوالۍ «قرغچي» سیمه کې د دولتي عسکرو او پولیسو یو کاروان په داسې مهال د سړک غاړې ماین چاودنې سره مخ شو، چې غوښتل یې له یادې سیمې څخه مرکز قلعه نو ته شاتګ وکړي.

سرچینه زیاتوي، په دغه چاودنه کې د ملي اردو یو زغروال ټانګ ویجاړ شوی او شپږ تنه عسکر وژل شوي دي.

د سرچینې په خبره له دغې چاودنې وروسته پاتې عسکر چې شمېر ۵۰ تنو ته رسېده له څو عرادو زغروالو ټانګونو او لسګونو میله وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د بادغیس ولایتي ادارې تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دی؛ خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا ددې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې د قادس ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د قومندان غوث الدین په مشرۍ ۵۲ دولتي عسکر له ۷ ټانګونو او ۵۰ میله وسلو سره یوخای ورته تسلیم شوي، چې دا مهال یاده سیمه ددوی تر ولکې لاندې راغلې ده.

له بادغیس ولایت څخه تازه رارسېدلی ر اپور وايي، چې نن سهار وختي د هرات ـ بادغیس پر لویه لاره مرکز قلعه نو ته څېرمه د «چشمه شیرین» او «لامان» سیمو څخه د ملي اردو، پولیس او اربکیانو عسکر له جګړې پرته په شا شوي، چې دا مهال قلعه نو کې میشت دي.

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې هم د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې لسګونه عسکر او پولیس له ګڼو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x