افغانستان

چین په افغانستان کې د چینايي کمپنیو د امنیت په هکله له طالبانو سره مذاکرات کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، د۲۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): چین په افغانستان کې د چینايي کمپنیو د امنیت او نوور اړونده مسائلو په هکله خبرو له پاره له طالبانو سره لیده کاته کړي دي.

دا لیده کاته او خبرې د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د چینايي سفیر زوجیان» او د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره هیئتونو ترمنځ شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، په دغه ناسته کې دواړو لوریو د بین الافغاني مذاکراتو پر روان بهیر او افغانستان کې د چینايي کمنیو د امنیت ترڅنګ له کرونا وایروس سره د مبارزې په هدف د چینايي مرستو په هکله هم خبرې شوي او له طالبانو په دې هکله له چینایي لوري څخه مننه کړې ده.

«په ملاقات کې د بین الافغاني مذاکراتو پر روان وضعیت، په افغانستان کې د چینايي کمپنیو د امنیت او د کورونا اوسني وضعیت کې د افغانانو لپاره د چین له لوري پر روغتیايي کومکونو بحث او د هغوی څخه مننه وشوه.»

له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو ورستي بهیر پیلېدو څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې د چین ولسي جمهوریت په افغانستان کې د خپلو شرکتونو د امنیت او خوندیتوب په هکله له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هندوستان، چین، ایران او سیمې د نورو هېوادونو په ګډون ګڼو اروپايي او اسیايي هېوادونو په افغانستان کې د خپلو ګټو د تأمین او د افغانستان د بیا رغونې په خاطر له طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي، چې د څارونکو په باور دا کار به د کابل اداره نوره هم له انزوا سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x