شعـــــرونه

جانانه بېرته راشه!/ عمري

عمر عمري

د تنهايۍ بلا مې خوري جانانه بېرته راشه
د مايوسۍ بلا مې خوري جانانه بېرته راشه

تاته به ټوکې ښکاري، داسې نه ده، ويې منه!!!
دا لېونۍ بلا مې خوري جانانه بېرته راشه

د مرګي هسې نوم بدنام دی، ترېنه ويره نه شته
د زندګۍ بلا مې خوري جانانه بېرته راشه

يوه شېبه يې هم آرام ژوند ته پرېنښودمه
هره ګړۍ بلا مې خوري جانانه بېرته راشه

ستا له تګ وروسته مې د زړه په کور کې شور مړ شوی
د خاموشۍ بلا مې خوري جانانه بېرته راشه

لکه ماشوم بند مې په ستوني کې وړې ـ وړې دي
د سلګکۍ بلا مې خوري جانانه بېرته راشه

په (عمري) باندې يې کومې کانې و نه کړلې!؟
‌د بې رحمۍ بلا مې خوري جانانه بېرته راشه

عمر عمري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x