نظــر

د تکتيکي شاتګ نوى ماډل

نصير تکل

وروسته له هغه چې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د دوحې تاريخي تړون لاسليک شو، طالبانو په خپلو بريدونو کې د پام وړ کمښت راوست؛ مګر د کابل ادارې چارواکو او د هغوى اړوندو رسنيو به دا ويل چې د طالبانو په بريدونو کې د کمښت پر ځاى زياتوالی راغلی، هماغه و، د کابل ادارې چارواکو له موقع څخه په استفادې سره د هيواد په ډېرى سيمو کې د طالبانو پر خلاف تهاجمي بريدونه شروع کړل، دا ددې لپاره ترڅو دوى وکولاى شي خپل وسلوال مخالفين وځپي، بل دوى غوښتل خپل قوت او دبدبه خلکو ته وښيي، او بله موخه يې دا وه تر څو خپلو نړيوالو ملاتړو ته دا خبره ښکاره کړي چې طالبان خپلو کړو ژمنو ته متعهد نه دي.

خو دا چې طالبانو له کوچنى اختر وروسته خپل بريدونه يو څه چټک او ګړندي کړل، ورسره جوخت د تکتيکي شاتګونو ګراف هم لوړ شو، د هيواد په اطرافي سيمو کې ډېرې پراخې سيمې او منطقې د طالبانو لاسته ولوېدې.

د رسمي شمېرو له مخې په تېره يوه مياشت کې (۲۲_۲۷) پورې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېدې.

وړمه ورځ مې له يک تلويزون سره د دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي مرکه واورېده هغه ويل: تاسو هېڅ تشويش مه کوئ، تر اوسه پورې هېڅ کومه ولسوالۍ نه ده، سقوط شوې. بلکې يوازې زمونږ منظم تکتيکي شاتګونه روان دي، چې د يوې منظمې برنامې له مخې ترسره کيږي.

خو بالآخره کله چې نوموړى خبريال راګير کړ او پوښتنې يو څه سختې شوې، ده پخپله له تلويزوني برنامې او مرکې څخه تکتيکي شاتګ وکړ او خبريال يې يوازې پريښود.

اوس راځم دېته چې تکتيکي شاتګ ولې او په څه خاطر رامنځته کيږي؟ تکتيکي شاتګ د جګړه ييزو اصولو او قوانينو يو اصل دی؟
تکتيکي شاتګ هغه مهال کيږي کله چې يو څوک غواړي چې مخالف جهت يا خپل دښمن په خپل جال کې راګير کړي، محاصره يې کړي او يا له منځه يوسي، نو له خپلو نيول شويو سيمو څخه دغه ډول شاتګ کوي تر څو دښمن د دوی د لیکو او محاصرې منځ ته وغورځي او د دوی له لوري له منځه يو وړل شي.

ځينې وخت د خپلو افرادو او نظامي پرسونل د تلفاتو د مخنيوي په پار هم تکتيکي شاتګ کيږي.
بل کله چې نظامي پرسونل له لوږې، تندې او د جنګي توکو له کمښت سره مخ شي او د اکمال لپاره يې بله چاره نه وي، نو ددې لپاره چې نظاميان د دوهم ځل لپاره ځانونه مجهز کړي او د جنګ ډګر ته ښه اماده ګي ونيول شي، پدې حالت کې هم تکتيکي شاتګ ته مخه کيداى شي.

اوس که د کابل ادارې تکتيکي شاتګونو ته دقيق نظر وکړو، دهغوى په تکتيکي شاتګونو کې دا موخې او هدفونه نه ليدل کيږي.
زه يې يو مثال وايم څه موده مخکې طالبانو د زابل ولايت نوبهار او اټغر ولسوالۍ سقوط کړې، د کابل ادارې چارواکو دغه دواړې ولسوالۍ د تکتيکي شاتګ په بهانه شينکۍ ولسوالۍ ته انتقال کړې؛ خو څو ورځې وړاندې کله چې طالبانو شينکۍ هم ونيوله، دوى درى واړه ولسوالۍ د تکتيکي شاتګ په نوم مرکز قلات ښار ته يوړې؛ دا چې اوس طالبانو د قلات ښار هم محاصره کړى؛ نوې لرې نه ده چې همدغه دري واړه ولسوالۍ او ورسره د قلات ښار نظامي پرسونل د تکتيکي شاتګ په نوم کابل يا کندهار ته بار کړي.

همدې ته ورته ډېر مثالونه لرو، لکه د نورستان منډول او دوآب ولسوالۍ چې د تکتيکي شاتګ په نوم نورګرام ته نقل شوې او اوس درى واړه کلکې محاصره دي.

دا نو يو څه عجيب غوندې شاتګونه دي، چې له څو مياشتنيو محاصرو وروسته رامنځته کيږي، بل ځانګړنه داده چې د ډېرو عسکرو تر وژلو او ټپي وروسته واقع کيږي او ډېره عجيبه خو داده چې پوځيان پکې خپلو وسلوالو مخالفينو ته تسليميږي، خپل ټانګونه، رنجرې، وسلې او مهمات هم هغوى ته سپاري او هغوى يې په ګلونو نازوي.

نو بناء ويلاى شو چې چې دا شاتګونه دولس او ملت په خير دي، بل دا چې تکتيکي شاتګ د خپل شکست پټولو دوهم نوم دى، ددې ډول تکتيکي شاتګونو امثال مونږ د ډاکټر نجيب الله  په وخت کې هم وليدل، چې بلآخره دغه تکتيکي شاتګونه د هغه د نظام په لمنځه تلو پاى ته ورسيدل.

يا دا چې د کابل ادارې چارواکو د تکتيکي شاتګ يو بل ماډل کشف کړى چې مونږ يې په کيفيت نه پوهيږو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تکل صاحب ، بلکل هم داسی ده چه تاسی وایاست ، د غلامی اداری تاکتیکی شاتګ هماغه د ترو انګورو د نه خوړلو په شان دی بیزو څخه انګور بورته وو نه رسیدله بهانه یی کوله چه انګور تروه دی. یعنی په دی واسطه د عسکرو هم نه بلکه د ارګ د مامورینو مورال او هیلی زوندی ساتی چه ونه تښتی او بلاخره غنی د نجیب د برخه لیک سره مخ نه شی. زه باور لرم چه ډیر نزدی به دا چراغدان ارګ هم روښانه او د ارګ غلامه اداره به له ارګ هم تاکتیکی شاتګ ته اړ شی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x