شعـــــرونه

خداى به په وطن کې سوله راولې/ نيکمل

عزت الله نيکمل

څه وکړو خوبونو ته اوزګار نه يو
ستا ډېرو يادونو ته اوزګار نه يو

خداى به په وطن کې سوله راولي
بيا به دې جنګونو ته اوزګار نه يو

لږ که مـحبت خپلو کې و وېشو
هېڅ به نفرتونو ته اوزګار نه يو

جګ شئ دا بد مخى شيطان وشړئ
ټول يې غيبتونو ته اوزګار نه يو

خپله که بيدار شو څه همت وکړو
نور به پيغورونو ته اوزګار نه يو

واه نېکمله! پريږده رقيبان مچان
مونږ يې ځوابونو ته اوزګار نه يو

عزت الله نيکمل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x