روغتیا

افغانستان کې د کرونا واکسینو درول شوی بهیر سر له سبا «شنبه» پېلیږي

چین د افغانستان سره ۷ لکه دوزه د «سینوفارم» واکسینو مرسته کړې چې د پنجشنبې په ورځ هېواد ته رارسېدلې ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د چین له لوري افغانستان سره د ۷ لکه دوزه واکسینو مرسته کابل ته رارسېدلې چې د واکسیناسیون درول شوی بهیر به له شنبې ورځې پېل شي.

وروسته له هغې چې عامې روغتیا وزارت تېره اونۍ د کرونا واکسینو د کمښت له کبله دغه بهیر د نامعلومې مودې لپاره درولی و، د واکسینو په چمتو کولو یو وار بیا پېلیږي.

چین د افغانستان سره د ۷ لکه دوزه (سینوفارم) واکسینو چې د ۳.۵ لکه کسانو لپاره به کافي شي مرسته کړې ده. روغتیا وزارت وایي له ۵۵ کلنو پورته کسانو ته به د واکسینو بهیر چټک کړي تر څو له یادې ناروغۍ څخه د مړینې کچه کابو کړي.

په افغانستان کې د کرونا واکسینو بهیر په داسې حال کې درول شوی و چې په ټول هېواد کې کرونا سخته خوله لګولې او په ورځني ډول له ۱۸۰۰ زیات کسان په کرونا اخته کیږي او شاوخوا ۵۰ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ددې سربېره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دولتي او شخصي روغتونونه د بسترونو او اکسیجن له سخت کمښت سره مخ دي، چې له کبله یې ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزارت عام خلک ملامتوي او وایي چې د روغتیایي اصولو په نه مراعتولو ویروس په چټکۍ سره خپریږي، خو بل لوري ته خلک حکومت او روغتیا وزارت د کافي اکسیجن په نه چمتو کولو او په سمو تدابیرو نه نېولو تورنوي.

د روغتیا وزارت د خبر له مخې تېره ورځ په ۱۶ ولایتونو کې د راټولې شوي معلوماتو پر اساس ۱۰۲۴ کسان په کرونا اخته شوي او ۳۷ نور مړه شوي دي. له دې یوه ورځ وړاندې له ۱۸ سوو زیاتې مثبتې پېښې او ۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

روغتیا پوهان وایي ددې زیات احتمال شته چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو او له دې ساري ناروغۍ د مړو شمېره له رسمي شمېرو څو چنده لوړ وي.

د یادونې وړ ده، په هېواد کې د کرونا ویروس دریمې څپې چټک خپریدو له کبله حکومت ښوونیز مرکزونه، عامه حمامونه او د وادوه تلارونه لږ تر لږه د دوه اونیو لپاره رخصت کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x