روغتیا

د بلخ والي: د اکسیجن ۱۰۰۰ بالونونه به ډیر ژر له ازبکستان څخه افغانستان ته راورسیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د هېواد په ګڼ شمېر روغتونونو کې د اکسیجن کموالي د کرونا ناروغانو ترمنځ ناورین رامنځته کړی چې له کبله یې حکومت او روغتیا وزارت له مرستو بې بسه شوي دي.

د بلخ والي فرهاد عظیمي ویلي چې د ګاونډي هېواد ازبکستان له لوري به د اکسیجن مرسته شوي ۱۰۰۰ بالونونه ډیر ژر هېواد ته راورسیږي.

ښاغلي عظیمي دا هم وویل چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف له لوري پر افغان سوداګرو د اکسیجن واردولو بندیز هم لرې شو، او له دې وروسته کولی شي له ازبکستان څخه د اکسیجن بالونونه او د کرونا اړوند توکي وارد کړي.

دا په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت څه موده وړاندې د هېواد په روغتونونو کې د کرونا ویروس ناروغانو درملنې لپاره د اکسیجن نشتوالی اعلان کړی و.

په دې لړ کې د عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونه ملامت کړي چې تر ټولو ډیر اکسیجن مصرفوي، هغه ټینګار وکړ چې خصوصي روغتونونه باید د اکسیجن اضافي مصرف خوندي کړي، خو داسې ونشول او روغتونونه له ناورین سره مخ شول.

خو بل لور ته د کابل، کندز، فراه، هرات او یو شمېر ولایتونو ډاکټران او روغتیا پوهان وایي چې د ناروغانو زیات شمېر او جدي ناروغتیا د اکسیجن پراخ کموالی رامنځته کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x