
اڅکزی: د افغانستان له خوا د برید ویره وه؛ کابل ته نواز شریف لیږلی وم
نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې د نواز شریف په غوښتنه کابل ته لاړ وم. د اڅکزي په وینا پاکستان داسې اطلاعات ترلاسه کړي وه چې د افغانستان له لوري «څه کېدونکي» دي.
د اڅکزي په خبره لومړي وزیر نواز شریف ویل چې دوی ته باوري سرچینو ویلي چې د افغانستان له لوري د برید ویره ده. اڅکزي زیاته کړې چې نواز شریف دی د دې لپاره چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ستونزه راپیدا نشي، کابل ته ولېږلو.
ښاغلي اڅکزي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې چې دوی له کرزي سره، د چین سفیر او امریکا سفیر سره دغه خبره شریکه کړه او کوم پلان چې و، هغه شنډ او خنثا کړای شو.
اڅکزي زیاته کړې چې دوی نه غوښتل دا خبره افشا کړي خو د ده سره په پلاوي کې ملګرو دغه خبره افشا کړې.
ښاغلي اڅکزی د وزیرستان د پوځي عملیاتو په اړه ویل چې هيڅ پلان ورته نه و نیول شوی، د پوځ عملیاتو څخه هیڅ یو سیاسي ګوند خبر نه و، نواز شریف ناڅاپي په تلویزون راښکاره شو او د عملیاتو د پيلیدو اعلان یې وکړ.
اڅکزي په حکومت او پوځ نیوکه وکړله چې د شمال وزیرستاني مهاجرینو ته یې له پيله باید لومړی د اوسېدنې ځای غوره کړی وی او وروسته یې عملیات پیل کړي وی.
په محمود خان اڅکزی باندې نېوکې کیږي چې ولې د وزیرستان د پوځي عملیاتو پر ضد نه دریږي.
مشهور پاکستانی ژورنالست سلیم ساپي په یوه لیکنه کې په ښاغلي اڅکزي نېوکه کړې وه چې د وزیرستاني مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره هیڅ نه کوي. ساپي زیاته کړې وخ چې د وزیرستان مهاجرین په اور سوځيږي او پښتون ملتپال ګوندونه يې په اړه چوپ پاتې دي.
ښاغلي ساپي د اڅکزي چوپتیا لامل په حکومت کې د ده د ورونو او کورنۍ سترې سترې دندې ښودلي، په وینا یې که اڅکزی د عملیاتو په اړه څه غبرګون وښايي، دغه څوکۍ به لاسه ورکړي.
دا تش په نامه پشتانه په حقيقت كي دپشتنو او مسلمانانو كلك دشمنان دي
آچكزئ خو شرم نه لري هغه بيان چي ده پكي پنجاپي ته دپنجاپك خطاب كڑئ له هغي هم نه شرميژي
خو دوئ كه دپولي هغه غاڑه دي او كه دا غاڑه تل يي دملت او ولس په ضد داشغالكرانو ملا تڑلي ده
دآچكزي منحوسه سيره دوزيرستان له عملياتو وروسته شه واضحه شوه
زه وایم دا اڅکزی دی که ### دی دی ### ډیر بد کار کړی دی چی دلته کرزی خان ته راغلی دی دابی حیثیته دی لاړشی دخپلو وروڼو خویندو او ماشومانو حیثیت دی پرځای کړی چی سندیان (پنجابیان) سوبی واله ددوی دخپل وحشی او ځناور لښکرو دجګروچی په طول د تاریخ کی دی تورمخو دغه ځایونو ته زړه نشو ښه کولی خونن راغلی او تاسی ددوی له خوا مهاجرشوی دهغو پوښتنه دوکړی پریږده افغانان داور په کښتی کی سپاره دی خپله غمه وخوره هغه خپل بی عقل او بی شعوره پښتانه چی دی خوا ته دیهودانو او تور مخیو پنجابیانو… نور لوستل »
[one_half_last]ویساله دادی ډیر ه بده خبره کړی ده (اڅکزی دی که ……) څرنګه چی ته درست قوم ته ښکنځل کوی زه به هم داڅکزو به اصطلاح درته ووایم ##### بل وخت احتیاط کوه . او یوڅوملګرو ته دی هم نصیحت وکړه.
دنن اسیا ویبپاڼه باید داسی خبری نشر نکړی
زه دنورو لوستونکو څخه مغذرت غواړم ، خوڅنګه چی وایی سوال هغسی یی ځواب.
محمودخان خوله پخواڅخه دپنجاف جاسوس ولواوس جوته شوله
محمودخان خوله پخواڅخه دپنجاف جاسوس ولواوس جوته شوله په ټوله پاکستان کي بل څوک نه ولوچي اڅګزي ولاړی افغانستان ته