ورزش

د UEFA اروپا فوټبال اتلولي نن شپه د ترکیې او ایټالیا ترمنځ له سیالۍ پېلیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د UEFA اروپا فوټبال اتلولي سیالۍ چې په ۲۰۱۹م کال کې د کرونا وبا له کبله ځنډېدلې وې، سر له نن شپې يو وار بیا پېلیږي.

ټاکل شوې ده دغه سیالۍ به د ترکیې او ایټالیا فوټبال لوبډلو له لوبې پېل شي، چې د ایټالیا په ټورین ښار کې نن جمعه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې پېلیږي.

د اروپا فوټبال اتلولي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې په شپږو ګروپونو ویشل شوي، او په هر ګروپ کې ۴ لوبډلې شاملې دي. دا سیالۍ یوازې د اروپایي فوټبال لوبډلو ترمنځ کیږي.

ګروپ A کې: ترکیه، ایټالیا، ویلز او سویزرلینډ فوټبال لوبډلې شاملې دي.

ګروپ B کې: ډنمارک، فنلینډ، بلجیم او روسیه فوټبال لوبډلې شاملې دي.

ګروپ C کې: هالنډ، اوکراین، استریا/اتریش او شمالي مقدونیه فوټبال لوبډلې شاملې دي.

ګروپ D کې: انګلستان، کروشیا، سکاټلینډ او چک جمهوریت فوټبال لوبډلې شاملې دي.

ګروپ E کې: هسپانیه، سویډن، پولینډ او سلواکیا فوټبال لوبډلې شاملې دي.

ګروپ F کې: هنګري، پرتګال، فرانسه او جرمني فوټبال لوبډلې شاملې دي.

له یادو ګروپونو څخه به هرې دوه د سر لوبډلې او څلور هغه لوبډلې چې په دریم مقام تر ټولو غوره وي، شپاړسم پړاو ته لار پيدا کولی شي، له هغه ځایه به کواټر پایلوبې او نیمه پایلوبو ته لار موندل کیږي. د یادو سیالیو پایلوبه به د جولایي په ۱۲مه نېټه ترسره کیږي.

دا د یاد ټورنمنټ په تاریخ کې لومړی وار دی چې یادې سیالۍ به د یوه هېواد پرځای د بېلا بېلو هېوادونو په ۱۱ ښارونو کې ترسره کیږي، په دې کې لندن، سینت پيټرسبرګ، باکو، مونشن، روم، امیستردام، بوچاریست، بوداپیست، کوپیناګین، ګلاسګو او اشبیلیه ښارونه شامل دي.

د یادونې وړ ده چې تېر وار په ۲۰۱۶م کال کې د یادو سیالیو اتلولي د پرتګال لوبډلې خپله کړې وه، چې په ۱۰۹مه دقیقه کې د پرتګال لوبغاړي د فرانسې لوبډلې پر وړاندې یوازینی ګول راوړی و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x