افغانستان

سرپل کې د یو پوځي کنډک له تسلیمېدو وروسته د ولایت مرکز طالبانو محاصره کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د سرپل ولایت مرکز ته څېرمه د ملي اردو څلورم کنډک له  تسلیمېدو وروسته د ولایت مرکز طالبانو محاصره کړی او دا مهال د ولایت په کمربندي پوستو شدیده جګړه روانه ده.

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، نن ماسپښین مرکز ته څېرمه «بغاوي» سیمه کې د ملي اردو څلورم کنډک او «سنګ توده» سیمه کې د ملي پولیسو ۳ پوستې له جګړې پرته طالبانو ته تسلیم شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په تسلیم شوي کنډک کې ۵۰ عسکر او درې پوستو کې ۱۰ د ملي پولیسو عسکر له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره یوځای د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

هغه خبرداری ورکړ، که د ولایت مرکز ته اضافي عسکر ونه لیږل شي، ښايي دغه ولایت د طالبانو لخوا ونیول شي.

په ورته مهال نن ماسپښین ناوخته د ۲۰۹ شاهین قول اردو ارکانحرب تورن جنرال مصطفی وردګ په ګډون یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی د سرپل ولایت مرکز ته رسېدلی او هلته یې د والي قربانمراد په ګډون ګڼو چارواکو سره لیدلي.

د سرپل والي وايي، چې امنیتي پلاوي ورته ویلي، چې ډیر ژر به دغه ولایت تازه دمه کمانډو عسکر راورسیږي، ترڅو ددې ولایت د سقوط مخه ونیسی.

دا په داسې حال کې ده چې نن مازدیګر د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ کې هم لسګونه عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شول او دا مهال د امنیه قومندانۍ په ودانۍ کې یو شمېر عسکر کلابند دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د سرپل مرکز ته څېرمه بغاوي سیمه او سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د لسګونو دولتي عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x