افغانستان

بلوچستان کې د بس چپه کېدو له کبله ۲۳ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان بلوچستان ایالت کې د مسافرو بس چپه کېدو له امله لږ تر لږه د ۲۳ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د بلوچستان ایالت حکومتي چارواکي وايي، دا بس نن د جمعې په ورځ د سند ایالت «داود» ښار یوه زیارت ته روان ؤ، چې د خضدار سیمه کې له سړک څخه اووښتی او چپه شوی.

د خضدار مرستیال کمشنر بشیراحمد بړیچ وايي، په دغه پېښه کې ۱۹ تنه ځای پرځای مړه شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، په ټپيانو کې ۴ تنه نورو روغتون ته په لاره کې ساه ورکړې، چې په دې توګه د مړو شمېر ۲۳ او د ټپيانو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی.

د امام بخش په نوم یو ټپي شوي مسافر رسنیو ته ویلي، د پېښې پرمهال موټر چلوونکي موسیقي اورېدله او له اندازې زیات چټک روان ؤ، چې د پېښې سره مخ شول.

د نوموړي په خبره په بس موټر کې یو تن هم روغ نه دی پاتې شوی، بلکې ټول مسافر(چې زیارت کوونکي وو) مړه او ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x