افغانستان

د بادغیس سنګ آتش ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې ۱۰۰  تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي، چې ورسره د یادې ولسوالۍ بازار هم طالبانو نیولی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، چې تیره شپه یې د سنګ آتش ولسوالۍ بازار او اړونده سیمې د پوځ له یوې قرارګاه او ۹ پوستو سره یوځای نیولي او د قومندان رحیم داد په ګډون ۱۰۰ تنه عسکر ورته تسلیم شوي دي.

احمدي زیاتوي، تسلیم شوو عسکرو خپلې وسلې او مهمات هم طالبانو ته سپارلي او دا مهال د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه یوه پوځي قرارګاه او کنډک د طالبانو په محاصره کې قرار لري، چې د احمدي په خبره کیدای شي هغوی هم تسلیم شي.

د بادغیس په سنګ آتش ولسوالي کې ۱۰۰ تنه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي
د بادغیس په سنګ آتش ولسوالي کې ۱۰۰ تنه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

باید وویل شي چې تیره ورځ ددې ولایت په قادس ولسوالۍ کې هم ۵۲ دولتي عسکرو خپله وسله په ځمکه اېښې وه او طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x