افغانستان

پغمان کې د یو پخواني جهادي قومندان په ګډون ۵ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د یو پخواني جهادي قومندان په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه کسان چې د پغمان ولسوالۍ اوریاخیلو د کلي اوسېدونکي دي، تیره شپه ناوخته په «ښکته ارغندي» سیمه کې له یو واده څخه خپل کور ته روان وو، چې د لارې په اوږدو کې لومړی تښتول شوي او وروسته وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، لومړني تحقیقات په ډاګه کوي چې دا کار طالبانو کړی دی؛ خو طالبانو تراوسه په دې هکله غبرګون ښودلی نه دی.

ویل کیږي چې په وژل شوو کسانو کې پخوانی جهادي قومندان غازي اوریاخیل د ملي امنیت سیمه ییز همکار او د هغه وراره چې په علي شادي کې د استاد سیاف د کورونو د ساتونکي ګارډ قومندان په ګډون پنځه واړه د یوې کورنۍ غړي دي.

باید وویل شي چې په پغمان ولسوالۍ د جمعیت د قومندان ملا عزت الله عرب او د استاد سیاف د وراره سید ممتاز هاشمي ترمنځ د ځمکو د «غصب» او ځینې نورو مسائلو له امله پخوانۍ ترپګني موجوده ده، چې وخت ناوخته د یوه او بل قومندانان او نږدې کسان ترور کوي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې د تیرې شپې پېښه هم د استاد سیاف او ملا عزت الله عرب ترمنځ د ترپګنۍ یوه کړۍ ده او که یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې؛ خو پولیس وايي، چې پېښه یې تر جدي پلټنو لاندې نیولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دومره خو بد خبر ندی. هر څومره چی ټوپکیان ختمیږی ورسره خلک هم آرامیږی.

ګل احمد

کله به واورو چي په پغمان کي سیاف ## یې په خپله ږیره باندي زیندۍ کړ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x