افغانستان

طالبان: هیڅ بهرنی هېواد دي د پاتې کېدو «اشتباه» نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): طالبانو په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه رسما غبرګون ښکاره کړی او دا کار یې یوه «اشتباه» بللې چې هیڅ یو بهرني هېواد ته ښايي ترسره یې کړي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله له لوري رسنیو ته استول په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له هرقسم حضور سره د مخالفت څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې افغانان د تیرو څلور لسیزو راهیسې له ستونزو سره مخ دی، ځکه خو دوی د نړیوالو او خواخوږو هېوادونو بې غرضه بشر دوستانه مرستوته اړتیا لري او هرکلی یې کوي؛ خو د بهرنیو ځواکونو شتون ورته په هیڅ قسم د منلو نه دی.

طالبانو د افغانستان د ټولې خاورې چې په هغې کې هوايي ډګرونه او سفارتونه او دپلوماتیکي استازولۍ هم شاملې دي د امنیت ساتلو ډاډ ورکړی او دا کار یې د افغانانو مسئولیت ګڼلی او ټول بهرني هېوادونه یې د داسې ګام له پورته کولو څخه منع کړي، چې په خبره یې د ولسونو اړیکو ته زیان رسوي.

د اعلامیې په پای کې طالبانو خبرداری ورکړی، که هر هېواد داسې «اشتباه» وکړي نو «اسلامي امارت او افغان ولس» به یې په وړاندې داسې اقدام کوي لکه د پخوانیو یرغلګرو په مقابل کې چې یې نیولی وو.

طالبان وروسته له هغه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ځینو بهرنیو پوځیانو پاتې کېدو سره خپل رسمي مخالفت څرګندوي چې په دې وروستیو کې یو شمېر ترکي امریکايي چارواکو د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو په موخه د یو شمېر ترکي پوځیانو د پاتې کېدو په هکله رسنیز بیانونه ورکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

زمونږه اتل ، قهرمانان د حق دلارې غازیان فدایان شاه زلمیان دې ژوندي وي . ډیر ښکلئ اعلان پریکنده خبرتیا د میړانې اوغیرتمند غږ ټولې نړۍ ته .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x